World News in Pashto

امریکا: د هاوایي په ماوي ځنګل کې اور لګیدو ۶۷ تنه مړه کړي

د متحده ایالاتو د هاوايي ایالت په ماوي ځنګل کې د اور لګیدو له کبله د ژول شویو کسانو شمیر ۶۷ ته پورته شو. 


د پلټونکو ټیم پرون، هغه مهال دا ارقام اعلام کړل چې د لاهینا په کنډوالو کې يې پلټنه کوله. 


د هاوايي چارواکو ویلي، هڅه کوي معلومه کړي چې په دې تاریخي سیمه کې اور څنګه په چټکۍ خپور شو. 


دا اور لګیدنه د هاوایی په تاریخ کې ترټولو مرګونی طبیعي ناروین ګڼل کېږي. 


له دې وړاندې په دې سیمه کې تر ټولو بده پېښه د ۱۹۶۰ م کال د څونامي وه چې له کبله یې ۶۱ تنه مړه شوی وو. 

Читайте на сайте