World News in Pashto

امریکا: استانې ناستې د ټول ګډونه، متحد، خپلواک، باثباته او پر ځان بسیا افغانستان ټینګار وکړ

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي په استانه کې د C5+1 هیوادونو یا قرغیزستان ، قزاقستان،تاجکستان، ترکمنستان، ازبیکستان او امریکا ځانګړو استازو د تېرې اونۍ په غونډه کې ټینګار کړی چې سیمه او نړیواله ټولنه اړ ده، چې د داسې یو موټي، باثباته، خپلواک، او پر ځان بسیا افغانستان ملاتړ وکړي چې ترهګري پکې نه وي،د ښځو او نجونو په ګډون په کې د ټولو حقونه خوندي وي او د خپل ځان په ګډون له ګاونډیو سره په سوله کې وي.

طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونونو د نجونو په وړاندې د هر ډول زده کړو دروازې تړلي او په ښځو یې د کار او ازاد تګ راتګ ګڼ محدویتونه لګولي دي.

د امریکا د متحده ایلاتو له لوري د تېرې ورځې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په دې غونډه کې په دې هم خبرې شوي چې د افغانستان خاوره باید د تاوتریخوالي، افراطیت، د ترهګرۍ د تمویل یا هم صادرولو لپاره ونه کارول شي.

که څه هم طالبانو په وار- وار ویلي، چې د افغان خاوره به د ترهګرۍ د تمویل او خوندي ځای په توګه نه استعمالیږي خو د امریکا په ګډون د سیمې هیوادونو په څو ځلي په افغانستان د داعش او نورو وسله والو ډلو د موجودیت او فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

 



د C5+1 اعلامیه کې سولې او ثبات ته د افغانستان د رسېدو  لپاره د ښځو او نجونو، مذهبي او قومي لږکیو  په ګډون د ټولو افغانانو ترمنځ د خپل هېواد د راتلونکي او مشارکت په اړه د سیاسي ډیالوګ د اهمیت او ټول ګډونه حکومت د جوړولو یادونه شوې.

طالبانو بیا وړاندې تر دې خپل حکومت ټولګډونه بللی او ویلي دي چې د مذهبي لږکیو په ګډون یې د ټولنې هر قشر ته د دوی د تعریف پر بنسټ شرعي حقونه ورکړي دي.

C5+1 هیوادونو دا غونډه د تېرې جولای میاشتې په ۲۷ جوړه شوې وه خو اعلامیه یې تېر ماښام خپره شوه.

په اعلامیه کې راغلي دي د غونډې ګډون والو د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت جدي او د اندېښنې وړ بللی او اړمنو افغانانو ته یې د بشرپالانو لاس رسی اړین بللی دی.

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته په دې هیواد کې بې وزلي او بې کاري تر بل هر وخت زیاته شوې ده او د دې هیواد خلک له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

د C5+1 هیوادونو په ګډه اعلامیه کې اعلامیه کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی خو دننه په افغانستان کې د مصنوعي نشه یې موادو د تولید په دېروالي اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا ، قزاقستان، قرغیزیستان، ازبیکستان، ترکمنستان او تاجکستان د ځانګړو استازو په دغه ګډه اعلامیه کې په افغانستان د نړیوالې ټولنې د کار او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د هغه هڅو ملاتړ شوی چې د ګډو ګټو او اندېښنو په اړه د خبرو لپاره پر افغانستان غونډه جوړوي.

 



په اعلامیه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي حضور دوام  هم اړین بلل شوی.

دغه شان د هغو پروژو پر اهمیت هم ټینګار شوی، چې د انرژۍ د زیربناوو د جوړولو او د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره د ترانسپورتي شبکو د غځولو له لارې سیمه ییز اتصال او ترانزیتي سوداګرۍ ته وده ورکوي.

له طالبانو مو د دغه اعلامیې په اړه وپوښتل خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو نېږدې دوه کاله په پوره کېدو دي خو تر اوسه د نړۍ یو هیواد هم د دوی حکومت په رسمی نه دې پېژندلی.

د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو مهم شرایط د ټول ګډونه حکومت جوړول، د بشر د حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو مراعتولو، د لږکیو حقونه ورکول او له ترهګرو دلو سره د اړیکو پریکون دي، چې طالبان یې د پر ځای کولو ادعا کوي خو د دوی په وینا تر اوسه یې نه دي په ځای کړي.

Читайте на сайте