World News in Pashto

د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک ۱۴ میلیون ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا پنجشنبې څوارلس میلیونه ډالر لیلاموي.


د طالبانو په واک کې د دغه بانک له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو غوښتل شوي چې په دې داوطلبي کې برخه واخلي.


تېره اوونۍ هم د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتلو په خاطر ۱۳ میلیون ډالر وپلورل.


نن د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکایي ډالر په ۸۴،۹۰  څلور اتیا اعشاریه نوي افغانیو تبادله کېږي.

Читайте на сайте