World News in Pashto

افغان تکواندوکار خپل پاکستاني سیال ته ماتې ورکړې

د افغانستان د تکواندو لوبغاړي محسن رضايي چې په ۵۸ کیلو ګرام وزن کې یې سیالي وکړه، د پاکستان پیاوړي لوبغاړي شاه زیب خان ته ماتې ورکړه. 


د افغانستان تکواندو فدراسیون د خبر له مخې، دغه سیالي نن په جنوبي کوریا کې د تکواندو د نړیوال فیسټيول په ترڅ کې ترسره شوه، چې ښاغلي رضايي په پرله پسې دواړو پړاوونو کې خپل پاکستانی سیال مات کړ او نیمه پایلوبې ته یې ځان ورساوه. 


نوموړی به په نیمه پایلوبه کې د جنوبي کوریا له لوبغاړي جونیون جیون سره سیالي کوي. 

Читайте на сайте