World News in Pashto

سویډن د ښځینه فوټبال نړیوال جام درېیم مقام وګاټه

د سویډن د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د درېیم مقام ترلاسه کولو په سیالۍ کې کوربه اسټرالیا ته ۲ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او درېیم مقام یې وګاټه. 


دغه سیالۍ چې نن ترسره شوه، سویډنۍ لوبډلې د لوبې په لومړۍ او دویمې نیمايي کې یوـ یو ګول وواهه او اسټرالیا بیا تر پایه د کوم ګول په وهلو بریالی نشو. 


یادو دواړو لوبډلو په نیمه پایلوبو کې خپلې سیالۍ بایللې وې، سویډن له اسپانیا او اسټرالیا له انګلستان ماتې خوړلې وې. 


ټاکل شوې، چې د یادو سیالیو پایلوبه سبا د اسپانیا او انګلستان ترمنځ ترسره شي. 

Читайте на сайте