World News in Pashto

وسله‌والو په کندهار ۲ کسان وژلي

نامعلومو وسله‌والو نن د کندهار په نهمه او څلورمه ناحیه کې دوه کسان په ډزو سره وژلي دي.


په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نامعلومو وسله‌والو د نهمې حوزې اړوند د تېري اډې په سیمه کې یو کس د خپل کور مخته ویشتلی او وژلی یې دی.


د سرچینې په وینا، پر دوهم کس باندې وسله‌والو د څلورمې ناحیې اړوند په برو دروازې سیمه کې ډزې کړي او وژلی یې دی.


طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د وژل شویو کسانو د هویت او د پېښو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте