World News in Pashto

تاج مینه وايي چاودنه کې تر معیوبېدو وروسته یې ښه ورځ نه ده لیدلې

ملګري ملتونه د اګست ۲۱مه د ترهګرۍ پېښوکې ښکار شویو د یادولو او ورته د پېرزوینو وړاندې کولو ورځ لمانځي. په خیبر پښتونخوا کې په تېرو دوو لسیزو کې په ناامنۍ کې ډېرې پښتانه ځپل شوي چې ورڅخه یې یوه د باجوړ تاج مینه ده چې اوس په نوښار کې اوسي. هغه د ۱۰ کلونو وه چې په چاودنه کې یې پښه پرې شوه او ورور او پلار یې ووژل شول. نوموړې وايي، کله چې پېغله شوه نو خپلو ترونو په نوښار کې خرڅه کړه او اوس له مېړه سره اوسي. تفصیل په ویډیو کې.

Читайте на сайте