World News in Pashto

طالبانو ۱۵۰ ټنه بې کیفیته غوړي د صابون جوړولو یوې فابریکې ته سپارلي

د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو اداره وایي، ننګرهار کې یې ۱۵۰ ټنه بې کیفیته غوړي د صابون جوړولو یوې فابریکې ته سپارلي دي.


د دغې ادارې ویاند جاوېد هژیر نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه بې کیفیته غوړي یې د ننګرهار په ګمرک کې ضبط کړي دي.


که څه هم هژیر ونه ویل چې دا بې کیفیته غوړي چېرته تولید شوي وو، خو د ننګرهار له ګمرکه تر ډېره د پاکستان تولیدي توکي افغانستان ته راځي.


د خوړو او درملو اداره وایي، د دوی لابراتوارونو مشخصه کړې چې له دغو بې کیفیته غوړیو استفاده د انسان وجود ته زیان اړوي.

Читайте на сайте