World News in Pashto

طالبانو د 'شمس عمري' په نوم افغان خبریال بېرته خوشې کړی

د شمس عمري په نوم افغان خبریال چې لس ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو په کندهار کې نیولی و، بېرته خوشې شوی دی.


د هغه ورور نصرت عمري چې خپله هم محلي خبریال دی ازادي راډیو ته دا خبر تایید کړ.


هغه وویل: "خوشبختانه چې هغه پرون چهارشنبه کابل کې له زندانه ازاد شوی، هیله ده چې نن سهار یا نن پنجشنبه به دی کندهار ته، خپل کور او فامیل ته راورسېږي."


د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې په یوه بیان کې د شمس عمري د خوشې کېدو هر کلی کړی دی.


د طالبانو حکومت یوه اوونۍ وړاندي د شمس عمري په شمول درې خبریالان ونیول چې دوه یې خوشې او یو لا هم د طالبانو سره په بند کې دی.


طالبانو په دې وروستیو کې په ننګرهار، پکتیا او کندز کې هم یوشمېر خبریالان نیولي چې تر اوسه یې نه دي ازاد کړي.

Читайте на сайте