World News in Pashto

خیبر پښتونخوا؛ صوابۍ کې د یوې ونې د پرې کولو په سر شخړه کې ۴ تنه وژل شوي

د خیبر پښتنونخوا په صوابۍ کې د یوې ونې د پرې کولو پر سر شخړه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.


د صوابۍ پولیسو ویلي، دا پېښه نن د اګست ۲۵ مه رامنځته شوې ده.


سیمه ییزو چارواکو مشال راډیو ته ویلي، د دواړو خواوو ترمنځ له څه مودې راهیسې پر ځمکې لانجه وه او د جمعې په ورځ په لانجمنه ځمکه باندې یوه ونه وهل شوې وه.


د سرچینو د معلوماتو له مخې، له دې وروسته د دواړو لورو کسانو پر یو بل ډزې کړي،چې پکې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او د بلې کورنۍ یو غړی ټپي دی.


د چارواکو په خبره، د پېښې په تړاو یو تن نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.


تر دې مخکې هم د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ځمکو د لانجو پر سر په نښتو کې مرګژوبله پېښه شوې ده.

Читайте на сайте