World News in Pashto

افغاني سره میاشت: د بدخشان سلګونه کونډو سره مو نغدي مرسته وکړه

د افغاني سرې میاشتې ټولنه، په بدخشان کې له سلګونو کونډو سره د نغدي مرستې خبر ورکوي.


دې ټولنې په خپلې ټولنیزې شبکې اېکس پاڼه کې چې پخوا ټویټرنومیده لیکلي، چې پرون شنبې یې د بدخشان په مرکزفیض آباد او د دې ولایت په پنځو ولسوالیو، وردوج، شهدا، جرم، بهارک او ارګو کې له هغو کونډو سره چې سرپرست نه لري، د ټولټال پنځه ملیونه او یولک افغانیو نغدي مرسته کړې ده.


د دې ټولنې په وینا، هرې کونډې ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.


د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د اړمنو او بې سرپرسته وګړو لاسنیوی د دې ټولنې یواصلي هدف دی.

Читайте на сайте