World News in Pashto

روسیې پر مالي د امنیت شورا د لګول شویو بندیزونو د غځولو وړاندیز رد کړ

روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه وړاندیز رد کړ چې د پوځیانو تر کنټرول لاندې مالي باندې یې لګول شوي بندیزونه غځول.


پر دې هېواد واکمنو پوځیانو سره د روسیې د اجیرانو ډله واګنر نږدې اړیکې لري.


د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې په ملګرو ملتونو کې د روسیې د ایمي استازي واسیلي نبینزیا پرون چهارشنبې د دغه وړاندیز له ردولو وروسته وویل چې دوې په ځلونو پر یوه معقوله او رغونکي چلند ټینګار کړی، خو د ده په وینا، د ملګرو ملتونو په وړاندیز شوي متن کې د مالي لوري اندېښنې او د فدراتیفې روسیې دریځ ته په هېڅ ډول پام نه دی شوی.


ملګرو ملتونو غوښتل چې پر مالي له ۲۰۱۷ کال راپدېخوا لګول شوي بندیزونه د یوه بل کال لپاره د ۲۰۲۴ د اګست میاشتې تر۳۱مې پورې وغځوي.


مسکو د دغو بندیزونو د پای ته رسولو هڅه کوي.

Читайте на сайте