د بغلان جومات کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده
د پېښې له ځايه د خالد په نوم یوه عیني شاهد وویل چې چاودنه په تکیه خانه کې دننه وشوه. "تلفات خورا زیات دي. دا ځانمرګی بريد وو. یو شمېر ټپیان انتقال شوي دي او نور ټپیان لا هم راباسي."