World News in Pashto

د فوټبال د نړیوال جام دویمه مقدماتي سیالي؛ افغان لوبډله نن کویټ سره لوبه لري

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام د دویم پړاو مقدماتي سیالیو په دویمه لوبه کې نن شپه له کویټ سره ډګر ته ښکته کیږي.


فیفا ویلي چې دغه لوبه د افغانستان په وخت ماخوستن په نهه نیمو بجو د سعودي عربستان په دمام ښار کې کیږي.


افغان لوبډلې د دغو سیالیو لومړنۍ لوبه د نومبر په شپاړسمه نیټه قطر ته بایللې ده. قطر په هغې سیالۍ کې افغانستان ته ۸ ګوله ورکړل، خو افغان لوبډلې یوازې یو ګول وواهه.


د کویټ ملي لوبډلې هم د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې له هنده ماتې خوړلې ده.

Читайте на сайте