World News in Pashto

په بشکیک کې خپلو اتباعو ته د هند او پاکستان خبرداری

په بشکیک کې خپلو اتباعو ته د هند او پاکستان خبرداری

د قرغیزستان حکومت ویلي چې د مې د میاشتې د اوولسمې او اتلسمې په شپه کې په پلازمېنه بشکیک کې د بهرنیانو په شمول ۳۰ محصلان ژوبل شوي دي.

د پاکستان حکومت تایید کړې چې لږترلږه ۱۵ وګړي یې د بشکیک په پېښو کې ټپیان شوي دي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د قرغیزي څانګې د راپور له مخې، دا تاوتریخوالی د پاکستان له دیپلوماتیک غبرګون سره مخامخ شوی دی. د هند او پاکستان چارواکو په بشکیک کې خپلو اتباعو ته ویلي چې د اوسیدو له ځایونو ونه وځي.

Читайте на 123ru.net