World News in Pashto

په امریکا کې ۳ زره الوتنې وځنډېدې

د امریکا د متحدو ایالتونو په جنوب کې پرون (جمعه) د توفان له کبله څه باندې ۳ زره الوتنې لغوه او زرګونو نورې وځنډېډې.


دا خبر هوايي شرکتونو او د فلایټ اوېیر (FlightAware) ویبپاڼې ورکړی دی.


ډلټا هوايي شرکت ویلي، تر اټکل د بدې هوا له کبله د څه باندې دوو ساعتونو لپاره په اتلانتیا هوايي ډګر کې ټولې پنځه ځغاستلیکې تړل شوې وې.


ډلټا شا و خوا ۱۱۰۰یوزرو سل الوتنې لغوه کړې، خو نن پر دې کار کوي چې دا هرڅه جبران کړي.

Читайте на сайте