نړیوال کنفرانس: د ښځو د تعلیم خلاف په اسلامي شريعت کې جواز نشته
د کنفرانس په اعلاميه کې ويل شوي چې د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان سړي او ښځه فرض دي او دا چې د هغې پر وړاندې هېڅ يوه خنډ ته د اسلامي شريعت په رڼا کې جواز نه شي موندل کېدای.