بایډن: دا ښه پریکړه وه چې له افغانستانه مو ځواکونه وویستل
د امریکا ولسمشر یوځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې دفاع کړې ده. جوبایډن پرون (د مرغومي ۲۴مه) د بهرنیوچارو په وزارت کې د ډیپلوماتانو غونډې ته د وینا پرمهال په دې اړه څرګندونې وکړې.