ملګري ملتونه: که افغانستان له نړیوالې ټولنې سره یوځای کول غواړي طالبان ددې هېواد نړیوالې ژمنې عملي کړي
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له طالبانو وغوښتل چې که غواړي افغانستان له نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي باید لازم ګامونه واخلي او د افغانستان د نړیوالو ژمنو درناوی وکړي.