شهباز شریف وايي تهران دې سمدستي د ۸ پاکستانیو وګړو په وژنه کې ککړ کسان ونیسي
د پاکستان دولتي راډیو وايي، د صدراعظم دفتر د اپرېل پر ۱۳مه په بیان کې ویلي: "د ایران حکومت باید سمدستي" په وژنو کې "ککړ کسان ونیسي، هغوی ته سخته سزاورکول باوري کړي او د دې ظالمانه کار تر شا وجوهات په ډاګه کړي."