اوچا: د اقلیمي بدلون له امله افغانستان له ناورینونو سره مخامخ دی
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل تازه راپور کې اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې به پخوا سېلابونه په پسرلي کې راوتل خو اوس د اقلیمي بدلون له امله د ټول کال په ترڅ کې ممکن په دغه هیواد کې سیلابونه وبهیږي.