ملګرو ملتونو له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري ویستل غندلي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړو راپور ورکوونکو له ایران او پاکستان څخه د افغان وګړو د جبري ایستلو لړۍ په کلکه غندلې او خبرداری یې ورکړی چې دا عمل نه یوازې د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده، بلکې شړل شوي کسان له جدي خطرونو سره مخ کوي.