World News in Pashto

ګوډې اوښې په مصنوعي پښه ګرځېدل شروع کړل

دا اوښه کېمي نومېږي او له هغې وروسته له منډو لوېدلې وه چې د سېند په سانګړ سیمه کې ترې یو زمیندار په دې ګناه یوه پښه غوڅه کړې وه چې له پټي یې خوراک کړی وو. وروسته چې دا موضوع پر ټولنیزو رسنیو ډېره مشهوره شوه او د خلکو پام یې ځان ته واړاوه نو په کراچۍ کې د حیواناتو د درملنې یو مرکز د اوښې د پښې علاج شروع کړو. دوی د امریکا د یوې کمپنۍ په مرسته کېمي ته مصنوعي پښه ولګوله. اوس هغه ګوډه اوښه یو وارې بیا د پخوا په شان ګرځې راګرځي.

د فرانس پرېس خبري اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.

Читайте на сайте