World News in Pashto

کرد بزګران لسیزې وروسته خپلو غرونو ته ستانه شوي دي

په ترکیه کې له ایران او عراق سره پر پوله د پراته جنوب ختیز هکاري ولایت کرد بزګران او مالداران د لسیزو تر وسلوالو شخړو وروسته خپلو غرییزو سیمو ته ستانه شوي دي. دوی د کرد کارګرانو ګوند (پي کې کې) او ترکیو ځواکونو ترمینځ د نښتو له وجې بې کوره شوي ول. دواړو خواوو په وروستیو میاشتو کې اوربند وکړ او د کرد کارګرانو ګوند د وسلوالې مبارزې ختمولو اعلان وکړ. البته په هغو غرونو کې ژوند خورا ګران دی او ځینې کردان وايي، ښايي دا یې وروستی نسل وي چې هلته بزګري وکړي.

Читайте на сайте