په کور دننه د افغانانو فرهنګي فعالیتونه کم شوي او په بهر کې غوړیدلي
په افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته که په دغه هیواد کې فرهنګي فعالیتونو کم شوي، بل لور ته اروپايي هیوادونو، امریکا او کاناډا ته په ډېر شمیر سره د افغان فرهنګیانو په کډوال کېدو سره، هلته د مثبت بدلون خبره کېږي.