World News in Pashto

ایران نن سهار یو کس په عام محضر کې اعدام کړ

ایران نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) یو کس په عام محضر کې اعدام کړ.د ایران قضایه قوې پورې اړوند میزان خبري اژانس ویلي چې اعدام شوی کس " د دریو کسانو د وژنې عامل و" چې په ګلستان ولایت کې د پیښ شوي جرم په ځاې کې په دار وځړول شو.د دغه کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.دا په روانه اونۍ کې دویم علني اعدام دی چې په ایران کې ترسره کیږي.د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، دا د روان میلادي کال له پيله دا ۷م علني اعدام دی چې ایران کې ترسره کیږي.دغه سازمان دا ډول اعدامونه نړیوالو بشري قوانینو ته بې اعتنایي بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې دې ډول پيښو ته جدي غبرګون وښيي.

Читайте на сайте