د رواداري په نوم څارونکي بنسټ افغانستان کې د بشري حقونو د نقض پیښې مستندې کړي
د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په افغانستان کې د هدفي، ناقانونه او مشکوکو وژنو ۲۵۱ پېښې ثبت کړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.