World News in Pashto

په مسکو کې په جنورۍ کې بېسارې واوره ورېدلې ده

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې سږکال ډېره واوره ورېدلې ده. د مسکو د هوا پېژندنې د دولتي پوهنتون له راپور سره سم، په جنورۍ کې دومره زیاته واوره وشوه چې په تېرو ۲۰۰ کلونو په هغه میاشت کې نه وه ورېدلې. د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې چې کله زیاته واوره وشي نو د خلکو د ژوند چارې ورسره اغېزمنېږي، خو په مسکو کې په کنګل ژمي او د واورو د ورښت پر مهال هم ژوند روان دی، خلک کار او سودا ته ځي او له ښاروالۍ سره د واورو په پاکولو کې هم کومک کوي. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.

Читайте на сайте