World News in Pashto
Февраль
2026

Новости за 20.02.2026

Pa.azadiradio.com 

که پر ایران برید وشي، پر افغانستان به یې اغیز څه وي؟

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل، د دې ارزونه کوي چې پر ایران محدود پوځي عملیات ترسره کړي. له ډونالډ ټرمپ څخه چې کله د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبرې غونډې پرمهال پوښتنه وشوه چې دا محدود عملیات پر ایران د فشار لپاره ترسره کوئ چې یوې موافقې ته غاړه کیږدي؟ ښاغلي ټرمپ پرته له دې چې نور توضیحات ورکړي، دومره وویل چې دا مساله تر غور لاندې ده. وال ستریت جورنال ورځپاڼې تر دې څرګندونو یوه ورځ مخکې خبر ورکړ چې ولسمشر ټرمپ دا مساله څیړي چې پر ایران محدود پوځي عملیات ترسره کړي چې په دې ډول به دا هیواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو د نړیوال پروګرام: په افغانستان کې خوارځواکي ماشومان په ډیریدو دي

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د شمیرو زیاتیدو ته ژوره اندیښنه ښکاره کړه. جان ایلیف له اسوشیتد پریس اژانس سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وویل چې دغه اوس په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې دا تر بل هر وخت لوړه شمیره ده. ښاغلي ایلیف زیاته کړه چې د دوی له ادارې سره د مرستو د کمیدو له امله اوس مجبوره دي چې له څلور خوارځواکو ماشومانو څخه له یوه سره مرسته وکړي. د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ په یوه راپور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا ښایي پر ایران محدود پوځي عملیات وکړي

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل، د دې ارزونه کوي چې پر ایران محدود پوځي عملیات ترسره کړي. له ډونالډ ټرمپ څخه چې کله د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبرې غونډې پرمهال پوښتنه وشوه چې دا محدود عملیات پر ایران د فشار لپاره ترسره کوئ چې یوې موافقې ته غاړه کیږدي؟ ښاغلي ټرمپ په ځواب کې وویل چې داسې ویلی شم چې دا موضوع تر غور لاندې ده. د امریکا ولسمشر تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې په راتلونکو لس-پنځلس ورځو کې به څرګنده شي چې د ایران په اړه څه پریکړه کوي.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړیوال جام لومړی پړاو لوبې پای ته ورسیدې

د کرکټ د شل اورونو د نړیوالې اتلولۍ دوهم پړاو لوبې سر له جمعې پيلیږي. د دې نړیوال جام له دوهم ګروپه، لومړۍ لوبه د نیوزیلنډ او پاکستان تر منځ ده. دا نړیوال جام د فبروري په اوومه د سریلانکا او هند په ګډ کوربتوب پيل شو او د نړۍ شل لوبډلو برخه پکې واخیسته چې د دوهم پړاو لوبې د اتو مخکښو لوبډلو ترمنځ په دوو ګروپونو کې ترسره کیږي. افغان لوبډله ونه توانیده چې له لومړي پړاو څخه دوهم ته لاره وکړي. ټاکل شوې ده چې د دې نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د مارچ په اتمه د هند په حیدراباد کې ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان د سرو زرو د کانونو لپاره د نوي زرکسیز ځواک ګمارنه

د طالبانو د حکومت چارواکو اعلان وکړ چې د بدخشان د سروزرو کانونو د امنیت لپاره زرکسیز ځواک ګماري. ددغه ځواک د ټاکنې خبره په داسې وخت کې کیږي چې تردې مخکې د ولسي خلکو او د کانونو د استخراج د شرکتونو ترمینځ د تاو تریخوالي رپوټونه خپاره شوي وو.

Pa.azadiradio.com 

په کابل او شاوخوا سیمو کې زلزله وشوه

شېبې مخکې نسبتاً قوي زلزلې کابل او د افغانستان ځینې ختیځ ولایتونه ولړزول. د امریکا د جیالوحیکي سروې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې شدت ۵.۸ درجې و او مرکز یې د کابل د شمال‌ختیځ په شاوخوا ۱۳۰ کیلومترۍ کې و. تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ له ایران سره موافقې ته مهلت وټاکه

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) وویل چې متحد ایالتونه باید له ایران سره یوې معنادارې هوکړې ته ورسېږي. هغه زیاته کړه چې په راتلونکو ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې به څرګنده شي چې د ایران په اړه څه پرېکړه کوي. هم‌مهاله، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د واشنګټن د ګواښونو په غبرګون کې خبرداری ورکړ چې که پوځي برید وشي، په سیمه کې د امریکا اډې او شتمنۍ به د تهران لپاره «مشروع هدفونه» وي. ټرمپ د «غزې د سولې پلاوي» په لومړنۍ غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې له ایران سره یوې معنادارې هوکړې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان وايي، ممکن په افغانستان کې د «ترهګرو د پټنځایونو» په وړاندې اقدام وکړي

پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د وسله والو ترهګرو د پتنځایونو پر وړاندې د اقداماتو خبرداری ورکوي. د دغه وزارت ویاند طاهر اندارابي د پنجشنبې په ورځ «د فبرورۍ په ۱۹مه» په خپله اوونیزه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، هېواد یې حق لري، چې د باجوړ ولسوالۍ کې تر مرګوني برید وروسته دا اقدام وکړي. نوموړي دا هم وویل، چې اسلام اباد په وار وار له افغان چارواکو غوښتنه کړې چې د افغانستان به خاورې د پاکستان پر وړاندې د بریدونو مخنیوی وکړي خو په خبره یې افغان طالبانو په دې اړه مثبت ځواب نه دی ورکړی. ده د پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ، دا څه ډول عدالت دی او افغانستان کې څومره تامین شوی؟

نن د فبروري ۲۰مه د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ  ده.  نړۍ دا ورځ داسې مهال نمانځي، چې په افغانستان کې دننه یو شمیر افغانان وايي، ټولنیزې او اقتصادي نابرابرۍ، په ځانګړي ډول د ښځو او زیانګالو کورنیو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه کې د دویجه ویله خبریال نیول شوی

یو ترک خبریال چې له دویچه‌وله سره همکاري کوي، د «ناسمو خبرونو خپرولو» او «د ولسمشر د سپکاوي» په تور نیول شوی دی. د ترکیې څارنوالۍ ویلي چې علیجان اولوداغ د پنجشنبې په ورځ په انقره کې په خواله رسنیو کې د خپلو لیکنو له امله ونیول شو. د هغه وکیل ویلي چې دا نیونه د هغه له هغو راپورونو سره تړاو لري چې په داعش پورې د تړلو وګړو د بېرته ستنولو په اړه یې چمتو کړي وو. د دویچه‌وله د راپور له مخې، دا تورونه په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې له یوې پخوانۍ لیکنې سره تړاو لري چې پکې د ترکیې پر حکومت نیوکه شوې وه. پولیس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو ځانګړی راپورتر د بشري حقونو شورا ته وینا کوي

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ویلي چې د ښځو او نجونو د روغتیا حق په اړه به خپل نوی راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي. ریچارډ بېنټ، د پاکستان له وروستي سفر وروسته په اېکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې هغه د شورا د ۶۱مې غونډې لپاره چمتووالی نیسي او خپل راپور به د فبرورۍ په ۲۶مه په جینیوا کې د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي. هغه زیاته کړې چې په پام کې لري چې یوه شفاهي وینا هم وکړي، چې پکې به د بشري حقونو د هغو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

شریف له روبیو سره د "مهمو معدنیاتو پر وده" او "ترهګرۍ ضد همکارۍ" غږېدلی دی

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره لیدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو ورسره غږېدلی دی.د نوموړي مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د فبرورۍ پر ۲۰مه پر اېکس د روبیو مننه کړې او لیکلي یې دي چې اسلام اباد له واشنګټن سره خپلو اوږدمهاله اړیکو ته ارزښت ورکوي. ډار زیاتوي چې له امریکايي چارواکو سره پر سوله، "ترهګرۍ ضد همکارۍ" او د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پرخوالو په اړه د "بامعنا بحثونو" ستاینه کوي. تر نوموړي مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د فبرورۍ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په مسکو کې په جنورۍ کې بېسارې واوره ورېدلې ده

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې سږکال ډېره واوره ورېدلې ده. د مسکو د هوا پېژندنې د دولتي پوهنتون له راپور سره سم، په جنورۍ کې دومره زیاته واوره وشوه چې په تېرو ۲۰۰ کلونو په هغه میاشت کې نه وه ورېدلې. د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې چې کله زیاته واوره وشي نو د خلکو د ژوند چارې ورسره اغېزمنېږي، خو په مسکو کې په کنګل ژمي او د واورو د ورښت پر مهال هم ژوند روان دی، خلک کار او سودا ته ځي او له ښاروالۍ سره د واورو په پاکولو کې هم کومک کوي. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

م.م. د مصنوعي ځیرکتیا لپاره یو پلاوی جوړ کړ

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې یې یو نوی پلاوی جوړ کړی، تر څو پر ټکنالوژۍ د انسان کنټرول پیاوړی کړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د هند په نوې ډیلي کې یوې غونډې ته وویل چې نړۍ په ډېر چټک ډول نامعلومې خوا ته روانه ده او اړتیا ده چې د وېرې او احساساتو پر ځای واقعیتونو ته پام وشي. هغه زیاته کړه چې د «مصنوعي ځیرکتیا د نړیوال علمي پلاوي» لپاره ۴۰ غړي ټاکل شوي دي. د هغه په وینا، علمي مدیریت کولی شي دا ټکنالوژي لا خوندي او عادلانه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د مصنوعي ځیرکتیا... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ درېدو د پنجاب کروندګر تاواني کړي دي

له څه باندې څلورو میاشتو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لارو بندېدو او سوداګرۍ درېدو له وجې د پنجاب کروندګرو ته لوی زیانونه اوښتي دي. کروندګر وايي، د دې له کبله د الوګانو بیه ټیټه شوې او په منډیۍ کې د کرنې لګښت هم نه پوره کوي. د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر لارې د تجارت او خلکو تګ راتګ پرمخ تړلې دي. په دې لړ کې د دواړو خواوو... Читать дальше...