متقي؛ پاکستان له افغانستان سره د ستونزه د حل نیت نه لري
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وايي،"د پاکستان پوځ له افغانستان سره د ستونزو حل ته نیت نه لري او د ملکي او بې دفاع انسانانو په وژل ښیۍ چې د پخوا په څیر په سیمه کې د پروژه ییزې جګړې او بې ثباتۍ پراختیا غواړي".
هغه دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د (مارچ۱۷مه) د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو، دپیلوماټانو او د نړیوالو سازمانونو له استازو سره په کابل کې په یوې ناسته کې کړي دي.
پاکستان دوشنبې ناوخته په کابل کې د معتادینو د درملنې پر روغتون هوايي بریدونه وکړل چې د طالبانو په خبره په سلهاوو کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
بل پلو، د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنډزي په کابل کې د معتادینو د درملنې پر روغتون برید او مرګژوبلې ته اندیښنه ښودلي ده.
هغه د سه شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل،"دواړه لورې دې د خبرو له لارې ستونزې حل کړي".
په عین حال کې د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي جان ایګیلنډ پر ایکس پاڼې لیکي،"موږ په خپلو سترګو د ملکي وګړو او د دې پېښې ویجاړونکې اغیز ولید، ټولې خواووې باید د نړیوالو بشري قوانینو له مخې خپل مسولیت ادا کړي څو ملکي وګړي خویندي وي".