د لبنان پوځ وايي، د دې هېواد په جنوب کې د اسراییلو په بریدونو کې یو لبناني عسکر وژل شوی دی. پوځ د سه شنبې په ورځ د (مارچ۱۷مه) په یوې اعلامیې کې وویل،" د اسراییلو په بریدونو کې یو عسکر وژل شوی او څلور نور ټپیان دي". بل پلو، د اسراییلو پوځ په یو بیان کې ویلي،"اسراییل د لبنان پوځ له هغه ادعا چې د دوی په بریدونو کې لبناني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې خبر دی او په دې اړه يې څیړنې پیل کړي دي، اسراییلي پوځ د (حزب الله پر وړاندې جګړه کوي) نه د لبنان د وسله ځواک او ملکیانو پر وړاندې". د ایران له ملاتړه برخمنده... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"د ناټو هغوو غړو هېوادونو ته اړتیا نه لري چې د ایران ضد جګړه کې ورسره برخه نه اخلي". هغه د سه شنبې په ورځ پر ټروټ سوشل پاڼې لیکي،"واشنګټن د ناټوو یو شمیر غړو هېوادونو څخه خبر ترلاسه کړی چې نه غواړي د ایران ضد جګړه له امریکا سره برخه واخلي، په داسې حال کې چې همدا هېوادونه په ایران کې زموږ له ټولو اقداماتو سره موافق وو او نه يې غوښتل چې دغه هېواد اټومي وسله ولري". د هغه په ټکو،"زه تعجب نه کوم، ځکه موږ هر کال په میلیاردونو ډالره ناټو ته ورکول، خو په مقابل کې يې دوی د اړتیا په وخت کې د امریکا لپاره هیڅ نه کوي". Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وايي،"د پاکستان پوځ له افغانستان سره د ستونزو حل ته نیت نه لري او د ملکي او بې دفاع انسانانو په وژل ښیۍ چې د پخوا په څیر په سیمه کې د پروژه ییزې جګړې او بې ثباتۍ پراختیا غواړي". هغه دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د (مارچ۱۷مه) د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو، دپیلوماټانو او د نړیوالو سازمانونو له استازو سره په کابل کې په یوې ناسته کې کړي دي. پاکستان دوشنبې ناوخته په کابل کې د معتادینو د درملنې پر روغتون هوايي بریدونه وکړل چې د طالبانو په خبره په سلهاوو کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده. Читать дальше...
د افغانستان د بزکشي ملي ټیم وتوانید په خپله لومړنۍ نړیواله لوبه کې هنګري ته ۱۴ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړي. دغه لوبه د سه شنبې په ورځ د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شوه. د افغانستان د بزکشۍ ملي ټیم په دویمه او دریمه سیالي کې له منګولیا او روسي ټيمونو سره مخ دی. دغه لوبې د قزاقستان په کوربتوب د کوکپر په برخه کې د روانې میاشتې په ۱۵مه پیل شوي چې پایلوبه به يې د مارچ په ۲۱مه ترسره شي. په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون نهو هېوادونو برخه اخیستې ده.
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په کابل کې د معتادنیو د درملنې پر روغتون د پاکستاني پوځ په بریدونو کې ۶۷۳کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. خو پاکستاني چارواکي ادعا لري چې په کابل او ننګرهار کې یو شمیر پوځي سیمې په نښه کړي او درانده تلفات يې اړولي دي. "ډیر ملګري او دوستان مو له کوټې بیرون غورځیدلي وو، د یوه پښه نه وه او د یوه لاس نه وه". په کابل کې د معتادینو د درملنې پر روغتون "امید" د پاکستاني پوځ د بریدونو ټپي نقیب الله و. نقیب الله د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل،" یو څه مواد مې کارول، کورنۍ مې دلته... Читать дальше...
کابل کې د معتادانو د درملنې په مرکز باندې د پاکستان د هوايي برید ځینې ټپیان له چاودنې وروسته هلته شیبې بیانوي . افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې په دغه برید کې څه دپاسه ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي. ازادي راډیو نه شي کولی دغه شمیرې په خپلواکه توګه تایید کړي.
په کابل کې په نشه يي توکو د روږدو په یو روغتون د پاکستان هوايي حملې پراخه غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو د حکومت ویلي چې په دې برید کې چې تیره شپه ناوخته شوی له ۴۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي. خو پاکستان ادعا کړې چې په دې حمله کې یې د طالبانو پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
د اسراییلو د دفاع وزیر اسراييل کاټز ادعا کړې ده چې د ایران د امنیتي شورا منشي علي لاريجاني یې په تهران کې په هوايي بریدونو کې وژلی دی.کاټز د مارچ پر ۱۷مه په يو بیان کې د خپلې کړې هغې ادعا د ملاتړ لپاره ثبوت نه دی وړاندې کړی خو که تایید شي، دا به د ايران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي تر وژل کېدو وروسته تر ټولو د مهم چارواکي وژل کېدل وي. اسراييلو او امريکا د فبرورۍ پر ۲۸مه خامنه يي وژلی وو. د ایران سرکاري ټېلېويژن د لاريجاني په لاس ليکلی يو يادښت خپور کړی او هڅه یې کړې چې داسې وښيي چې نوموړی ژوندی دی. Читать дальше...
اسرائیل وايي د ایران د امنیت شورا منشي علی لاریجاني او د بسیج ځواکونو یو مشر یې وژلي دي. ایراني چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. د اسراییلو اردو وویل چې نن سه شنبه یې په تهران ، شیراز او تبریز بریدونه کړي دي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل د پاکستان د هوايي ځواکونو د حوت د ۲۵ مې د ماخسوتن په دې حمله کې په نشه يی توکو روږدي ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي.
په ایران کې ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې د سې شنبې په سهار (۲۶ حوت) د تهران په شمال کې د پرلهپسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. الجزیرې چاینل هم نن سهار راپور ورکړی چې د تهران په شمال کې، د سعدآباد ماڼیو کمپلېکس ته نژدې، څو لویې چاودنې اورېدل شوې دي. د اسرائیل پوځ د تهران په وخت د سهار له پیل سره سم په خپل ټیلیګرام کې اعلان وکړ چې «په ټول تهران کې یې پر حکومتي بنسټونو د بریدونو پراخې څپې پیل کړې دي.» د دغو راپورونو خپلواک تأیید ستونزمن دی، ځکه چې په ایران کې انټرنیټ پرې شوی او د معلوماتو ترلاسه کول محدود شوي دي.
یو شمېر افغان محصلان چې د بریتانیا تحصیلي بورسونه یې ترلاسه کړي، وایي د دغه هېواد له خوا پر افغانانو ته د وېزو نه ورکولو نهیلي کړي دي.
د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې توپوهونکي فخر زمان د يو غير سرکاري تنظيم په مرسته د مردان په ۴۰۰ بې وزله کورنيو کې خوراکي توکي وېشلي دي. نوموړی زياتوي، د ټولنې شتمن خلک دې د ګراني په روان وخت کې د بې وزله او بې وسه خلکو مرسته وکړي. په دې اړه ويډيويي راپور.
د ۲۰۲۵ز کال له اکتوبر راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له وجې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ نیږدې ۱۰،۰۰۰ کانټېنرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي. د ۲۰۲۶ز کال په جنورۍ کې د پاکستان حکومت افغان سوداګرو ته لارښوونه وکړه چې خپل کانټینرونه بېرته هغو بهرنيو هېوادونو ته بيا لېږلای شي چې له کومه ځایه چې راغلي ول. د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ یو شمېر تاجران وايي چې شاوخوا د۳،۰۰۰ کانټینرونه له کراچۍ بندر څخه دوبۍ او نورو هيوادونو ته بېرته صادر شوي دي خو له ایران سره د امريکا او اسراييلو... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان د درو میاشتو په مخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د ماموریت د غځولو پر پرېکړې اعتراض کړی دی. د دې سازمان د جنوبي اسیا سیمهییز دفتر د دوشنبې په شپه (۲۵ حوت) په اېکسپاڼه کې لیکلي: «په داسې وخت کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم خرابېږي، د امریکا په غوښتنه یوازې د درې میاشتو لپاره د یوناما د ماموریت غځول ژوره اندېښنه راولاړوي.» په بیان کې ویل شوي چې که د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره غځول شوی وای، نو دا زمینه به برابره شوې وای چې دا... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي د پاکستان په بیګاني برید کې په کابل کې یې د معتادانو د درملنې یو مرکز هدف وګرځاوه. دوی ادعا کوي چې په دې برید کې څه باندې ۴۰۰ کسان مړه شوي او د مړینو د شمېر د لوړېدو وېره شته.
پاکستاني رسنیو د شاهدانو په قول راپور ورکړ چې نن (سې شنبې) سهار وختي د راولپنډۍ د چکلاله په سیمه کې د پاکستان د هوايي ځواک یوې اډې ته نژدې د یوې بېپيلوټه الوتکې مخه ونیول شوه. ځايي اوسېدونکو ویلي چې د سهار شاوخوا ۶:۵۰ بجې د برېښنا مزي ته څېرمه یوه چاودنه وشوه، او په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې له چاودنې وروسته د یوه بام څخه لوګی پورته کېږي. شاهدانو همداراز ویلي چې د پېښې پر مهال جنګي الوتکې والوتې. تر اوسه د مرګ ژوبلې یا لوی زیان راپور نه دی ورکړل شوی. تر دې دوې ورځې پخوا راولپنډۍ او اسلام... Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر اېکس پاڼه ليکلي دي چې د مارچ پر ۱۶مه د شپې شاوخوا نهه بجې پر کابل د پاکستاني پوځ د جنګي الوتکو په بمبار کې په نشو د روږدو کسانو روغتون په نخشه شوی چې د هغه په وينا ۴۰۰ کسان پکې وژل شوی او ۲۵۰ نور ژوبل شوي دي.
هند په ملګرو ملتونو کې پاکستان له خپل ګاونډیو هیوادونو سره په ناوړه چلند تورن کړ او ویې ویل چې د دغه هیواد له لوري په افغانستان کې هوايي بمبارۍ باید په کوم نوم یادې شي. د ملګرو ملتونو لپاره د هند دایمي استازي پرواتانېني هریش د دوشنبې په ورځ (۱۶ مارچ) له اسلامفوبیا سره د مبارزې د نړیوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا جوړه شوې وه، وویل: «د هند لوېدیځ ګاونډی د دې ښه بېلګه دی چې په خپل ګاونډ کې د اسلامفوبیا په اړه خیالي کیسې جوړوي.» هغه د پاکستان نوم په مستقیم ډول یاد نه کړ. Читать дальше...
هند په کابل کې د پاکستان د تېرې شپې هوايي برید «وحشیانه» او «یو کرغېړن تهاجمي عمل» وباله او ویې ویل چې دا کار د افغانستان د حاکمیت ښکاره سرغړونه ده. د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان د هوايي برید په نتیجه کې په کابل کې د نشه يي توکو د درملنې پر روغتون لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي. پاکستان دغه ادعا ناسمه کوونکې بللې او ویلي یې دي چې د دوشنبې په شپه یې پوځي تأسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په دقیق ډول ویشتي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال په یوه توند بیان کې وویل... Читать дальше...
په سیند کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي عادل شاه مشال راډیو ته ویلي چې علي وزیر د شپې ناوخته هغه مهال ونیول شو چې نوموړی د یو ملګري په کور کې د روژه ماتي په مېلمستیا کې شریک وو.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې یو هنرمند د قبرونو په کتبو د مړو انځورونه جوړوي. دا ډول قبرونه زیاتره د شیعه ګانو په هدیرو کې دي. د کوټې اوسېدونکي وايي، په کتبو د انځور سره ورته په قبر موندولو کې اسانه وي او عکس هم تر ډېره وخته خوندي وي. بلخوا ځینې مذهبي عالمان دا کار د اسلام له پلوه سم نه ګڼي.