د ټرمپ له وینا راوروسته، هم جګړه، هم ګواښونه او هم دیپلوماسي روانه ده
د امریکا ملت ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبه( اپریل ۱) نېټې له ټلویزیوني وینا وروسته، داسې نه ښکاري چې پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه کم شي. هوایي بریدونه روان دي، له تهران څخه مخالف پيغامونه خپریږي او په عراق کې امریکایان د ایران پلوه وسله والو د احتمالي بریدونو خبرداری ورکوي.