World News in Pashto
Апрель
2026

Новости за 02.04.2026

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو او پاکستان چارواکو په رسمي توګه په چین کې د خبرو پخلی وکړ

د طالبانو او پاکستان استازو د پنجشنبې په ورځ د وري په ۱۳ مه د چین په ارومچي ښار کې خبرې اترې وکړې. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبې تایید کړه چې د دې ډلې د "منځنۍ کچې" یو پلاوی له پاکستاني لوري سره د رسمي خبرو اترو لپاره چین ته رسېدلی دی. د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرخپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا بهیر د چین په غوښتنه او د "متقابل درناوي او رغنده تعامل" پر بنسټ مخته وړل کېږي. هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت باور لري چې "د متقابل درناوي، نه مداخلې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماټیک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د پاکستان په تازه بریدونو کې د مرګ ژوبلې خبر ورکوي

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د پنجشنبې په ورځ د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستان په توپچي بریدونو کې لس تنه ټپیان شوي دي. هغه د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې د دې خبرترڅنګ دغه راز ویلي چې د چهارشنبې له ورځې راهیسې په کونړ، پکتیکا او خوست کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵ تنه نورټپیان شوي چې د ده په خبره اکثره یې ماشومان دي. پاکستاني چارواکو تر اوسه د طالبانو د حکومت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. ښاغلي فطرت د افغانستان د کورنیو رسنیو د هغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، د هرمز تنګي " خلاصول" د ایران په همکارۍ ممکن دي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، د هرمز تنګي د " خلاصولو" لپاره پوځي عملیات "غیرواقعي" دي او په دې برخه کې د ایران همکاري اړینه ده. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې مکرون له جنوبي کوریا څخه د کتنې په مهال وویل: "ځینې کسان شته چې د زور او پوځي عملیاتو له لارې د هرمز تنګي د خلاصولو ملاتړ کوي، هغه دریځ چې کله ناکله د متحده ایالاتو له خوا هم مطرح شوی دی." نوموړي دغه دریځ غیرواقعي وباله او ټینګار یې وکړ چې دا ډول عملیات به ډېر وخت ونیسي او هغه کسان به چې له دې تنګي تېرېږي له "ساحلي ګواښونو" سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پرایران د امریکا او اسراییل د بریدونو دوام

د ایران د جګړې په اړه د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ د وړمې شپې له وینا وروسته د پنجشنبې په ورځ پرایران د هوایي بریدونو لړۍ روانه وه. ولسمشرټرمپ په دې وینا کې بیا ایران ته ګواښ وکړچې په بریدونو سره به دا هیواد د "حجردورې" ته وګرځوي. د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې وویل: "ایرانیان یوازې د خپل هېواد د دفاع خبره نه کوي، موږ د دې لپاره وینه ورکوو." په همدې حال کې ایراني رسنیو د امریکا او اسراییل په تازه بریدونو کې په کرج ښار کې د یوه لوی نوي پله چې لا نه و فعال شوی، د زیانمنیدو خبرورکړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې جمعه او شنبې د سختو بارانونو، تیزو بادونو او سیلابونو اټکل

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپیژندې اداره نن جمعه او سبا شنبې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې بریښنا، تیزو بادونو او سیلابونو د پیښیدو اټکل کوي. دې وزارت پرون پنجشنبې پرخپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې په نورستان، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزني، میدان وردګ، بامیان، سرپل، جوزجان، بلخ، بغلان، تخار، کندوز، سمنګان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، ننګرهار، کونړ، لغمان، بدخشان، فراه، هلمند، فاریاب، غور، ډایکنډي، ارزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ریچارډ بینیټ وایي، په افغانستان کې د ماین پاکۍ د هڅو دوامداره مالي ملاتړ د ماشومانو ژغوند ژغوري

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بینیټ وایي، په افغانستان کې د ماین پاکۍ د هڅو دوامداره مالي ملاتړ د ماشومانو ژوند ژغوري. بینیټ د پنجشنبې په ورځ د وري په ۱۳ مه پرخپله ایکس پاڼه کې د ماینونو د پوهاوي او عمل نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي، د اپریل د څلورمې په درشل کې دا یو څرګند حقیقت دی: "دوامداره مالي ملاتړ د ماشومانو ژوند ژغوري. له دې پرته، د چاودېدونکو توکو اغېزې به پرافغان ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو دوام ومومي. پانګونه اختیاري نه ده؛ دا ژوند ژغوري."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله زیاته مرګ ‌ژوبله او مالي زیانونه

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو په دوام، دغو سیلابونو زیاتې مرګ‌ ژوبلې او مالي زیانونه اړولي دي او د اقلیمي بدلونونو د پایلو په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي. د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان د نړۍ له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو او د هغوی د پایلو لکه زلزلې، سیلاب او وچکالۍ له امله ډېر اغېزمن شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د ټرمپ له وینا راوروسته، هم جګړه، هم ګواښونه او هم دیپلوماسي روانه ده

د امریکا  ملت ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبه( اپریل ۱) نېټې له ټلویزیوني وینا وروسته، داسې نه ښکاري چې پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه کم شي. هوایي بریدونه روان دي، له تهران څخه مخالف پيغامونه خپریږي او په عراق کې  امریکایان د ایران پلوه وسله والو د احتمالي بریدونو خبرداری ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

اوتیزم یا عصبي اختلال څومره پیژنی؟ دغه راپور کې له ناروغ لرونکو او ډاکټرانو سره خبرې شوي

نن  د اپرېل ۲مه د ( اوتیزم) په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې یو شمیر کورنۍ چې ماشومان یې په دې اختلال اخته دي وايي، نه پوهېږي چې څنګه ترې په سمه توګه ساتنه وکړي، ځکه په دې برخه کې یې هېڅ ډول عملي لارښوونه یا ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د ۲۰ تنو افغانانو د وژل کېدو پخلی شوی

په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت، یوې سرچینې وویل چې سفارت تراوسه په ایران کې د ۲۰ افغانانو وژل کېدا تثبیت کړې ده. سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، نن (پنجشنبې) ازادي راډوی ته وویل، پر هغو ۶ تنو سربېره، چې د یوې کورنۍ غړي وو او د تهران په جنوب کې وژل شوي، سفارت د ۱۲ تنو نورو د جنازو د انتقال مکتوب صادر کړی او ۲ تنه هم په یوه بله جلا پېښه کې وژل شوي دي. لا هم په دقیق ډول معلومه نه ده چې پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو په نتیجه کې څومره افغانان وژل شوي دي. ایراني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ګڼو سیمو کې د سېلونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی

د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو د افغانستان په ګڼو سیمو کې د سختو سېلونو وړاندوینه کړې ده. د اروپايي اتحادیې د هوا پېژندنې ادارې کوپرنیک خبرداری ورکړی چې نن (پنجشنبې) او سبا (جمعه) د افغانستان د ختیځ، جنوب او لویدیځ په ګڼو سیمو کې د شدیدو سېلونو د راوتلو احتمال شته. د طالبانو چارواکو هم له خلکو غوښتي چې له پُلونو، سیندونو او ټیټو سیمو څخه لېرې پاتې شي. د وړاندوینو له مخې، په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان په جنوب ختیځ کې سخت بارانونه او سېلابونه دوام وکړي. په پکتیا، پکتیکا او د غزني او زابل ځینې برخې به تر ټولو سخت سېلونه جاري شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ وايي، پر ایران به بریدونه په شدت دوام وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، تېره شپه (چهارشنبې)، په یوه تلویزیوني وینا کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې په اړه وویل چې دا پوځي عملیات به په راتلونکو «دوو تر درېیو اوونیو» کې په شدت دوام وکړي. هغه زیاته کړه: «موږ به دا کار پای ته ورسوو او ډېر ژر به یې ختم کړو.» ټرمپ په خپله وینا کې د ایران په اړه وویل: «موږ به په راتلونکو دوو تر درېیو اوونیو کې هغوی ته ډېر سخت ګوزارونه ورکړو. موږ به هغوی بېرته د حجر دروې ته ور وګرځوو؛ یعنې هغه ځای ته چې په دوی پورې اړه لري.» ده همداراز وویل چې د امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسراییل پر خپله خاوره د ایران د دوو پړاوونو توغندويي بریدونو خبر ورکړ

د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په سهار وختي اعلان وکړ چې د دې هېواد هوايي دفاعي سیستمونو د ایران له لوري د توغندیو د دوو پړاوونو بریدونو ته ځواب ویلی دی. د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د لومړي برید په ترڅ کې د هېواد په مرکزي سیمو کې څو ځایونه په نښه شول او لږ تر لږه څلور کسان د تل ابیب په سیمه کې برسېرن ټپیان شول. پولیسو هم ویلي چې په څو ځایونو کې د توغندیو د لګېدو پېښې ثبت شوې دي، او ځینو راپورونو د دغو ځایونو شمېر تر ۹ پورې یاد کړی دی. اسرائیلي رسنیو دا هم ویلي چې ځینې زیانونه ښايي د خوشه‌يي بمونو... Читать дальше...