World News in Pashto

په ایران کې د جګړو پر مهال د ۲۶ افغانانو وژنه؛ ځینې یې هلته خاورو ته سپارل شوي

د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د نښتو په ترڅ کې د ځینو افغان کډوالو د وژل کېدو سره هم مهاله، په افغانستان کې ځینې کورنۍ وايي چې د دغو نښتو له پیل نږدې یوه نیمه میاشت وروسته هم په ایران کې د خپلو میشتو کورنیو د غړو له برخلیک څخه بې خبره دي.

دغه کورنۍ د خپلو یو شمېر خپلوانو وژل کېدل هم تاییدوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت وايي د امریکا او اسرائیل د بریدونو پر مهال ۲۶ افغان اتباع وژل شوي دي.

Читайте на сайте