16 февраля 2026 года

World News in Pashto

Февраль
2026
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

Все новости

Pa.azadiradio.com 

اوچا: طالبانو د ښځو لپاره د رواني روغتیا خدمتونه ځنډولي دي

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د محدویتونو د زیاتېدو په دوام، تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي په دې هېواد کې د رواني روغتیا او رواني-ټولنیز ملاتړ اړوند فعالیتونه منع شوي دي. دغه دفتر د بشري لاسرسي د وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې چې یکشنبه د «دلوې ۲۶مه یې» خپور کړی ویلي ښځې په ټولنه کې د وړاندې کېدونکو رواني روغتیا او رواني-ټولنیز ملاتړ خدمتونو ته ډېره اړتیا لري او پرې تکیه کوي. په راپور کې راغلي چې طالبانو د ښځو د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته په لاسرسي هم محدودیتونه لګولي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عباس عراقچي: "یوه عادلانه تړون ته د رسیدو لپاره له ریښتینو نظریاتو سره په جینوا کې دی"

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچې نن د سویس په جینوا کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له عمومي رئیس رافایل ګروسي سره خبرې وکړې. رافائل ګروسي له دې کتنې وروسته په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ولیکل: "د هغو مهمو مذاکراتو په درشل کې چې سبا په جینوا کې ترسره کېږي، ما همدا اوس د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره مفصلې او هر اړخیزې تخنیکي خبرې پای ته ورسولې." هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل. ایراني لوري هم د دغو خبرو په اړه څه ندي ویلي. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له میاشتو راهیسې غوښتنه کړې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د راستنو شویو کورنیو ماشومان د پولیو او شري له واکسینه محروم دي

ملک ضابط چې په وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته ستون شوی کډوال دی وايي د دوی له میشت ځای د روغتیايي مرکزونو د لېرېوالي له امله یې ماشومانو له راستنېدو راهیسې تر اوسه هېڅ ډول واکسین نه دی ترلاسه کړی. نوموړي دوشنبه د سلواغې یا دلوې ۲۷مه ازادي راډیو ته وویل چې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې له پاکستانه د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ ته ستون شوی دی. "زموږ ماشومان په پاکستان کې په ټاکلي وخت واکسین کېدل او ټول روغ وو، خو اوس چې دلته راغلي یو، موږ ته د واکسین ځای معلوم نه دی او زموږ ماشومان واکسین ته لاسرسی نه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په لار کې زیږون او په لوږه کې ژوند؛ له ایرانه د راستنې شوې افغانې دردناکه کیسه

۲۷ کلنه صابره چې افغانستان ته د سلګونو زرو ستنو شویو افغانانو له ډلې ده وایي، اته میاشتې وړاندې په داسې حال کې له ایرانه وایستل شوه چې د امیندوارۍ یې وروستۍ میاشت وه، دا زیاتوي چې خپل څلورم ماشوم یې په روغتون کې نه بلکې په لاره، په یوه فلانکوچ ډوله موټر کې وزېږاوه. د جوزا میاشتې د هغې اوږدې ورځې ماښام کې افغانستان ته روان موټر له ایرانه ایستل شوي مسافر لېږدول چې د صابرې د زیږون دردونه پیل شول، چیرې چې نه ډاکټران وو، نه طبي اسانتیاوې او نه هم کومه خونه. د صابرې په خبره، موټر د هرات- میمنې په لاره... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سراج الحق وايي له طالبانو سره وروستیو ملاقاتونو ورته "امېد" ورکړی دی

د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج الحق وايي، د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ بندېدو ولسونو ته لوی زیان رسولی دی نو ځکه د لارو ژر بیاپرانیستو هڅې اړینې دي. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۵مه له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل چې په وروستیو کې کابل ته تللی وو او هلته یې د طالبانو له یوشمېر وزیرانو او چارواکو سره ولیدل. سراج الحق وايي، له هغوی سره ملاقاتونو ورته یو "امېد" ورکړی دی او ګوند یې له طالبانو سره د پاکستان د تعلقاتو ښه کولو هڅه کوي. نوموړي په دې اړه له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه خو ټینګار یې وکړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۶ کال په نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان لومړنۍ بریا

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په روان نړیوال شل اووریز جام کې د متحده عربي اماراتو ټیم مات کړ. افغان لوبډله وتوانېده د ۱۶۱ منډو هدف په شلم اوور کې د ۵ لوبغاړو په تاوان پوره کړي. په نننۍ لوبه کې لومړی افغانستان باولنګ وکړ او سیال یې ۱۶۰ منډې وکړای شوې. په توپ اچونه کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې ویکټې عظمت الله عمرزي واخیستې چې وتوانېد په څلورو اورونو کې د اماراتو څلور لوبغاړي اوټ کړي. هغه همداراز وتوانېد په بټنګ کې هم ښه وځلیږي او د بریا وروستۍ شاټ یې وواهه او په ۲۱ بالونو یې ۴۰ چټکې منډې وکړې. عظمت الله عمرزی د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو صدراعظم له ایران سره د امریکا هوکړه کې د ایران د اټومي پروګرام په ختمولو ټینګار کړی

بنیامین نتنیاهو چې پرون په بیت المقدس/اورشلیم کې د امریکايي یهودانو د ټولنې مشرانو ته وینا کوله له ایران سره د امریکا د هوکړې لپاره دری شرطونه وړاندې کړل. د هغه په خبره لومړی باید د ایران ټول بډایه شوي یورانیم له دغه هېواده وایستل شي. دویم د هغه په وینا د ایران د یورانیمو د بډاینې وړتیا باید له منځه لاړه شي. هغه خپل دریم شرط د ایران د بالیستیک میزایلو پروګرام یاد کړی. تمه ده دا اوونۍ د امریکا او ایران استازي په جنوا کې بیا خبرو ته کښیني. دا خبرې د عمان په منځګړیتوب دایریږي هغه منځګړی چې لومړی وار خبرې یې په مسقط کې دایرې کړې وې.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته

د قزاقستان پلازمېنه استانه نن د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو د ځانګړو استازو د دویمې غونډې کوربنه ده. د قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان دغه ډيپلوماتان د افغانستان په اړه د تماس ډلې تر چتر لاندې سره راټول شوي او د بحث وړ مسایل یې د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه هېواد کې شته ننګونې دي. د تماس دغه ډله د ازبکستان په نوښت ۲۰۲۵ کال کې رامنځته او د همدغه کال د اګست په ۲۶مه یې لومړنۍ ناسته په تاشکند کې ترسره شوه. دغه هېوادونه که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني، خو له طالبانو سره سیاسي او اقتصادي تعاملات لري.

Pa.azadiradio.com 

د کراچۍ له زندانه د څه باندې ۱۰۰ افغانانو خلاصون

څه باندې سل تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او افغانستان ته استول شوي. دا خبره په کراچۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ کړې ده. د دې قونسلګرۍ په خبره ۱۰۵ افغانان چې پکې لس ماشومان هم شامل وو د چمن سپین بولدک له لارې د دوشنبې په ورځ افغانستان ته انتقال شوي. دوی شاوخوا یوه میاشت هلته په بند کې تېر کړي وو. تر دې مخکې هم د روانې اوونۍ په پیل کې لږ تر لږه ۲۰۹ افغان بندیان د کراچۍ له زندانونو خوشې شوي وو. اکثر دا افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د پاکستاني پولیسو له خوا بندیان شوي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ۷۰۰ ویکټو ریکارډ د راشدخان په نوم شو

راشدخان په شل اووریزو لوبو کې د ۷۰۰ ویکټو ریکارډ جوړ کړ. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپټان او د نړۍړ په کچه پيژندل شوي باولر راشدخان دغه ریکارډ ته له متحده عرب اماراتو سره د افغانستان په نننۍ لوبه کې ورسېد. راشدخان په ۵۱۳ شل اوریزو لوبو کې ۷۰۰ ویکټې اخیستي. دا په شل اورویزو لوبو کې یو نړیوال ریکارډ دی.

Mashaalradio.com 

اوکراینی پوځ د ژوبلو سرتېرو ژغورنې لپاره ځمکني ډرونونه کاروي

بې پیلوټه الوتکې د اوکراین لپاره د روسیو ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې مهمې وسلې دي. خو د هغه هېواد پوځ بې ډرېوره ګاډي یا ځمکني ډرونونه هم د ژوبلو سرتېرو ژغورنې لپاره کاروي. په دونېڅک کې اوکرایني سرتېري د هغو ډرونونو له لارې د جګړې ډګر ته سامانونه هم لېږدوي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.

Mashaalradio.com 

هند د کرکټ په نړیوال کپ کې پاکستان ته ماته ورکړه

هند د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال جام په لوبه کې پاکستان ته په ۶۱ منډو ماته ورکړه او دویم پړاو ته ووت.د پاکستان کپتان سلمان علي اغا پچه وګټله او لوموړی یې هند ته د بېټنګ بلنه ورکړ. د هند لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سر ۱۷۵ منډې وکړې. د هند له خوا پیلیز لوبغاړي ایشان کیشن په زړه پورې لوبه وکړ او په ۴۰ بالونو یې ۷۷ منډې وکړې. د پاکستان له خوا صایم ایوب درې وکټونه واخیستل. سلمان اغا، شاهین اپرېدي او عثمان طارق یو، یو لوبغاړی اوټ کړ. په ځواب کې د پاکستان لوبډله له پیله تر فشار لاندې راغله او هغسې لوبه یې ونه کړای شوه چې دا سیالي وګټي. Читать дальше...