28 января 2026 года

World News in Pashto

Январь
2026
29
30
31

Все новости

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوټسال لوبډلې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن چهارشنبې د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سعودي عربستان پر وړاندې درې صفر وګټله. دا لوبه نن له غرمې مخکې په اندونیزیا کې چې د دې سیالیو کوربنه ده، ترسره شوه. رضا حسین پورد لوبې په لومړیو دقیقو کې یو ګول وواهه. هغه د لوبې په دوهمه نیمایي کې هم بل ګول ترسره کړ او د افغانستان لپاره دریم ګول هم امید قنبري ترسره کړ. افغانستان په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یو ځای دی. دغه سیالۍ چې شپاړس ټیمونه پکې ګډون لري، د دلوې له اومې څخه پیل شوي او د دلوې د میاشتې تر ۱۸ پورې به دوام کوي.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: د امریکا د پوځ « یوه بله بېړۍ» د ایران پر لور روانه ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرډونالډ ټرمپ د سې شنبې د ورځې ناوخته اعلان وکړ چې د امریکا د پوځ « یوه بله بېړۍ» د ایران پر لور روانه ده. ټرمپ په آیوا ایالت کې په یوه وینا کې وویل: «په رښتیا، همدا اوس یوه بله ښکلې بېړۍ هم په ښکلي ډول د ایران پر لور روانه ده. نو باید ووینو چې څه پېښېږي». د امریکا ولسمشر روښانه نه کړه چې د هغه له دې بېړۍ ډلې څخه هدف هماغه د «یو‌اېس‌اېس ابراهام لینکن» الوتکې ‌وړونکې بېړۍ او ورسره ملې جنګي کښتۍ دي چې د دوشنبې په ورځ منځني ختیځ ته داخلې شوې دي او که هغه د امریکا د پوځ بله نوې بیړۍ ده چې سیمې ته استول شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره: په ختیځ کې درنو اورښتونو د هغو کورنیو وضعیت لا خراب کړی چې پرکرنې متکي دي

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، د افغانستان په ختیځ کې پرله ‌پسې اورښتونو د هغو کورنیو وضعیت لا خراب کړی چې د خوړو لپاره پر کرڼې تکیه کوي او لا دمخه د وروستیو زلزلو له امله اغېزمنې شوې وې. دې ادارې خبرداری ورکړی چې د هوا دا وضعیت ښايي د خوړو د ناامنۍ او خوارځواکۍ کچه نوره هم لوړه کړي. د خوړو او کرنې ادارې اټکل کړی چې د افغانستان په ډیرو سیمو کې به درانه ورښتونه د بلې اوونۍ لپاره هم دوام وکړي او په ځینو ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې د تودوخې درجه په چټکۍ سره راټیټه کېدای شي. په وروستیو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ګرینلینډ په څارنه او ساتنه کې سپي څنګه برخه اخلي؟

ډېنمارک په کنګل ژمي کې د ګرینلینډ د ساتنې او څارنې لپاره له یوه داسې کنډک څخه کار اخلي چې ځانګړي روزل شوي لسګونه سپي یې هم برخه دي. دا کنډک "سایرس" نومېږي او هغو لرې پرتو سیمو ته هم ورځي چې ښايي په ګاډو کې تګ ورته شونی نه وي. په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ډېنمارک نیوکه کړې وه چې د ګرینلینډ ساتنه په څو سپيو کوي خو د سایرس کنډک یو پخوانی غړی وايي، د یادې سیمې تر ټولو موثره څارنه د سپيو په مرسته ممکنه ده. د فرانس پرېس خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور.

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه او ملګري ملتونه: له طالب چارواکو سره نژدې په هرو لیدنو کتنو کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو موضوع مطرح کیږي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتراند وایي، برتراند وایي، د طالبانو له چارواکو سره نژدې پرهرو لیدنو کتنو او تعامل کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو موضوع مطرح کیږي خو پرهغوی د لګول شویو محدودیتونو لیرې کیدل اسانه خبره نده. نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې او ویې ویل چې د همدې لپاره له طالبانو د دوی اصولي تعامل او دوامداره خبرې روانې دي. هغه پرښځو او په ځانګړې توګه د نجونو پرزده کړې د طالبانو له لوري لګول شویو محدودیتونوته په اشاره وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: دی هیله لري چې د تهران پر وړاندې پوځي اقدام ته اړتیا پیدانشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي دی «هیله لري» چې د تهران پر وړاندې پوځي اقدام ته اړتیا پیدا نه شي، خو ده سیمې ته یو «لوی سمندري ځواک» استولی او د هوایي بریدونو احتمال یې هم ندی ردکړی. ولسمشر ټرمپ د جنورۍ په ۲۶مه له اکسيوس سره په مرکه کې وویل چې د ایران اړوند وضعیت «بدلېدونکی» دی، ځکه هغه سیمې ته «لوی سمندري ځواک» لېږلی دی. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د برید ډلې په ګډون د «يو اېس اېس ابراهام لنکن» په مشرۍ د الوتکو وړونکې بېړۍ اوس د منځني ختیځ په اوبو کې ځای پر ځای شوې ده. خو ټرمپ زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال لوبډله نن چهارشنبې له سعودي عربستان سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن چهارشنبې د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کړي. افغانستان په دې سیالیو کې چې اندونیزیا یې کوربنه ده، په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یو ځای دی. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خبره د فوټسال ملي لوبډلې د دې سیالیو لپاره د چمتوالي په ترڅ کې په تایلنډ کې تمریناتي لوبې ترسره کړي دي. دغه سیالۍ د دلوې له اومې څخه د دلوې د میاشتې تر ۱۸ پورې د شپاړسو لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان: طالب چارواکي باید د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د لغوه کولو پریکړه سمدستي لغوه کړي

د بښنې نړیوال سازمان (امنستي انټرنېشنل) د طالبانو له‌ خوا د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د جوازونو لغوه کول او د هغوی د فعالیتونو منع کول، په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو او له منځه وړلو لپاره د دوی د کمپاین یوه برخه بللې ده. دې سازمان د سې ‌شنبې په ورځ، د دلو په ۷مه، په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې طالب چارواکي باید سمدستي دا پرېکړه لغوه کړي او دغو بنسټونو ته اجازه ورکړي چې له ګواښ او فشار پرته خپلې مشروع چارې په ازاد ډول ترسره کړي. امنستي انټرنېشنل خبرداری ورکړی چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د تاپي د ګازو د نل ‌لیکې کارونه چټک شوي دي

د تاپي د ګازو د نل لیکې پروژه په هرات ولایت کې یوې نوې مرحلې ته رسېدلې او د دې نل لیکې ۹۱ کیلومتره اوږده کرښه د نلونو د ایښودو لپاره چمتو شوې ده. له منځنۍ اسیا څخه خپریدونکې د تریند ورځپانې د سې شنبې د ورځې د راپورله مځې دا خبره په افغانستان کې د تاپي پروژې مشر او د ترکمنستان جنرال قونسل، باتیر یولوف، د هرات له والي سره په لیدنه کې کړې ده. چارواکو ویلي چې د دغې کرښې ترڅنګ څو کاري کمپونه هم جوړ شوي او تمه ده چې د دې پروژې د هرات د برخې چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي. ترکمنستان د دې پروژې پلي کېدو ته لومړیتوب ورکړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی: طالبان باید نړیوال مسولیتونه پرځای کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتراند وایي، که طالبان غواړي افغانستان بیرته له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو سره یوځای شي، باید هغه نړیوال مسولیتونه، په ځانګړې توګه د بشر د حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې چې دې هیواد کړي، پرځای کړي. نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې او ویې ویل، د ښځو د حقونو ترڅنګ په ټوله کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت یوه لویه ستونزه ده. هغه زیاته کړه چې د طالبانو د مشرتابه له لوري ډیرې پریکړې په ناسم... Читать дальше...