پروان کې "ارغوان ګل" مشاعره کې يوازې نارينه شاعرانو ګډون وکړ

پروان کې

د افغانستان په پروان ولایت کې په پسرلي کې د ارغواني ګلونو راټوکېدو سره سم مېله جوړول یو دود ګرځېدلی دی. سږ کال هلته د طالبانو حکومت له دغه دود سره سم يوه مشاعره جوړه کړې وه چې یوازې نارينه شاعرانو ګډون پکې کړی وو. په کابل د طالبانو له واکمنۍ سره که یو خوا پر موسیقۍ او سېنماګانو بندیزونه لګېدلي نو بلخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه او کالجونه هم تړل شوي دي. دا مهال يوشمېر ښځې شاعرانې د بندیزونو له کبله په ښکاره خپل اظهار نه شي کولای خو په کورونو کې دننه شعرونه لیکي او له خپلو نېږدو ملګرو سره یې شریکوي. د فرانس پرېس خبري اژانس له ويډيو جوړ راپور.

Читайте на 123ru.net