افغان محصلانو ته د بريتانيا د بورسونو اعلان؛ ځينې نجونې: د شته بنديزونو له امله ترې موږ ګټه نهشو اخيستلی
افغان محصلانو ته د بریتانیا د "چیونینګ" په نوم د تحصلي بورسونو د پروګرام په بیا پیل سره، یوشمېر افغانې نجونې وايي، د شته بندیزونو له امله به ونهشي کړای چې لهدې تحصیلي پروګرام څخه ګټه پورته کړي. د کابل اوسېدونکې یوه نجلې چې د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله له لوړو زدهکړو بېبرخې ده وايي، چې دا يو ښه فرصت دى خو په خبره یې د دوى لپاره يې د ګډون شرايط ستونزمن دي. نوموړې چې نهغواړي د موضوع د حساسیت له امله نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "د دغو سکالرشيپونو بيا پيل ډېر يو ښه خبر... Читать дальше...