ايا د بنيامين نتانياهو د نيولو په برخه کې به د آیسيسي حکم پلی شي؟
دا څرګنده نهده چې بنیامین نتنیاهو به کله د جرمونو د نړیوالې محکمې (آیسيسي) له لوري محاکمه شي کهنه، خو آیسيسي د هغه د نیولو امر کړی او تورن کړی یې دی چې د بشريت ضد جنایتونه یې ترسره کړې دي. ښایي چېرته هم نتنیاهو د هاګ محکمې ته حاضر نهشي، خو بیا هم دا تورونه د اسراییل پر صدراعظم د برید په معنا دي. نتنیاهو د غزې په روانه جګړه کې پر ده د لګېدلیو تورونو دفاع کړې ده او اسراییل په هالنډ کې د هاګ محکمه په رسمیت نه پېژني، خو پهدې کې هم شک نهشته چې لهدې تورونو سره د صدراعظم په توګه د نتنیاهو دنده سخته شوې ده. Читать дальше...