سهیل شاهین په دوحه د افغان سفارت د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په دوحه کې د طالبانو د حکومت د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی. طلوع نیوز د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې نوموړی په دوحه کې د افغان سفارت چې د طالبانو په واک کې دی، د سفیر په توګه ټاکل شوی دی. د راپور پر بنسټ، په دوحه کې د افغان سفارت پخوانی سرپرست محمد نعیم د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په توګه مقرر شوی دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې راهیسې له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي حکومت يې د هیڅ هېواد له لورې په... Читать дальше...