د هند په شمال کې د هیلې کوپټر د سقوط له کبله ۷کسان وژل شوي دي
د هند په شمال کې د یوې هیلې کوپټرې د سقوط له کبله اووه کسان وژل شوي دي. د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دا هیلې کوپټر د همالیه غرونو د اوتاراکند په سیمه کې راغورځیدلی ده. د اوتاراکند ایالت د عامه اړیکو د مشر د معلوماتو له مخې، په هیلې کوپټر کې سپاره کسان له کیدارناته څخه د ګوپت کاشي پر لور روانه وه. معلومه نه ده چې هیلې کوپټرې ولې سقوط کړی خو په سیمه کې چارواکي وايي، د پېښې د علت په اړه څیړنې پیل شوي دي. چارواکو وايي، د خرابي هوا له کبله يې تر دوشنبې کیدارناته درې ته د هیلې کوپټرو ټولې الوتنې ځنډولې دي. Читать дальше...