World News in Pashto

ټاکل شوي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته سفر وکړي

تمه کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به، منځني ختیځ ته سفر وکړي.


ټیلرسن په داسې حال کې دې سیمې ته ځي چې په سوریه کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په سیمه کې ترینګلتیا زیاته کړې ده.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، ریکس ټیلرسن به د روانې میاشتې له یوولسمې نېټې تر شپاړسمې نېټې اردن، ترکیې، مصر او کویت ته ولاړ شي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به په کویت کې د داعش د وسله والې ډلې پر ضد د نړیوال ائتلاف په غونډه کې د امریکايي هیئت مشري وکړي او د عراق د بیا رغونې په هغه کنفرانس کې به هم ګډون وکړي چې د سې شنبې په ورځ جوړېږي.


ګومان کېږي چې د سوریې اووه کلنه کورنۍ جګړه به د سیمې له مشرانو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو اترو مهمه موضوع وي.

Читайте на сайте