World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 09.02.2018

Mashaalradio.com 

افغان پلاوی د ترهګري پر مخنيوي او نورو موضوعاتو له پاکستان سره خبرې کوي

له دې وړاندې پاکستاني پلاوي هم کابل ته سفر کړی و او هلته يې د ترهګرۍ د مخنیوي، سولې او پخلاینې، افغان کډوالو، او اقتصادي ودې په اړه له افغان چارواکو سره غږېدلی و او د مذاکراتو د لړۍ پر جاري ساتلو يې موافقه کړې وه.

Mashaalradio.com 

افغان پلاوی د ترهګرۍ پر مخنيوي او نورو موضوعاتو له پاکستان سره خبرې کوي

له دې وړاندې پاکستاني پلاوي هم کابل ته سفر کړی و او هلته يې د ترهګرۍ د مخنیوي، سولې او پخلاینې، افغان کډوالو، او اقتصادي ودې په اړه له افغان چارواکو سره غږېدلی و او د مذاکراتو د لړۍ پر جاري ساتلو يې موافقه کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د ژمني المپيک لوبې نن رسماً په جنوبي کوریا کې پیل شوې، افغان ولسمشر په پاکستان کې د زرګونه پښتنو له روانو لاریونو ملاتړ کړی او په کوریا کې دوو کسانو د ډونالډ ټرمپ او کیم جونګ اون په څېر ځانونه جوړ کړي او هغوی سولې ته رابولي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون هم مه هیروئ.

Mashaalradio.com 

د سعودي عرب په الشويمس کې ۱۰۰۰۰ کاله زوړ تاريخي ځای

د سعودي عرب چارواکي وايي چې په الشويمس کې راتا غرونو کې لرغون پوهانو لس زره کاله قديم ځای خوندي ساتلي او هيله لري چې ګڼ سیلانيان به ورشی. دا ځای د ملګرو ملتونو يونيسکو ادارې په فهرست کې هم شامل دي.

Mashaalradio.com 

په خوست کې د پلونه او سړکونه رغول کېږي

په خوست کې خواوشا یوه لیسزه وړاندې په مرکز، ولسوالیو او حتی تر سرحدي سیمو پورې د امریکايي ځواکونو په چوکاټ کې د هغه وخت د ولایتي بیارغونې ټیم لخوا تر ۳۰۰ کیلومتره پورې سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شول.

Pa.azadiradio.com 

د بودجې پر سر لانجې د امریکا د حکومت چارې بیا ځنډولي

د امریکا د حکومت چارې په تېر یوه کال کې د دوهم ځل لپاره د بودیجې پر سر د لانجې له کبله پرون بیا په ټپه ودرېدلې. د امریکا سنا په خپله غونډه کې چې د کابل د نن سهار تر نه نیمو بجو او د واشنګټن په وخت تر نیمې شپې پورې یې دوام وکړو، د بودیجې لایحې ته د رایو په ورکولو کې پاتې راغله. ټاکل شوې چې سناتوران نن د واشنګټن په وخت سهار بیا غونډه وکړي. د سنا غړو هیله څرګنده کړې ده چې دا ستونزه به یوازې د څو ساعتونو په ترڅ کې حل شي. د بودیجې لایحې ته که نن په سنا کې مثبتې رایې هم ورکړل شي د ولسمشر له توشیح... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مالیزیا لخوا چین ته د اویغوریانو پر سپارلو د امریکا اندېښنه

متحده ایالاتو د مالیزیا د حکومت له خوا چین ته د یوولسو اویغور مسلمانانو د احتمالي سپارلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. رویټرز خبري آژانس پرون راپور ورکړ چې ۱۱ اویغور مسلمانان چې تېر کال په ټایلنډ کې له شلو نورو کسانو سره له یوه زندانه تښتېدلي وو په مالیزیا کې نیول شوي دي او پېکېنګ د مالیزیا له حکومت سره د هغو د استرداد په اړه خبرې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند رویټرز خبري آژانس ته په دې اړه د یوه ایمیل په ځواب کې لیکلي، متحده ایالات له دې کبله ډېره اندېښنه لري چې ښايي دا اویغور وګړي چین ته وسپارل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په فراه کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي

افغان چارواکي وايي چې اووه وسله وال مخالفین په فراه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي، دا نښته د فراه ولایت د شېبکوه ولسوالۍ په دوزک سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته د وسله والو له حملې وروسته پیل شوه. بیان زیاتوي چې په دې نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی. په یوه بل خبر کې بیا د کورنیو چارو وزارت هم د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د لسګونه وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي. په بیان کې راغلي دي چې په تېره یوه اوونۍ کې د پولیسو، ملي اردو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ او مودي د افغانستان پر مسئلې ټلیفوني خبرې کړي

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د هندوستان له صدراعظم ناریندرا مودي سره د افغانستان د جګړې په شمول پر څو سیمه ییزو مسئلو ټیلفوني خبرې کړي دي. د سپینۍ ماڼې په اعلامیه کې چې د پنجشنبې به ورځ خپره شوه راغلي چې دواړو مشرانو په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ. تر دې مخکې د سې شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع د وزارتونو مرستیالانو د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په خبرو کې په افغانستان کې د هند رول رغونکی بللی وو او ویلي یې وو چې هندوستان د امریکا سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته سفر وکړي

تمه کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به، منځني ختیځ ته سفر وکړي. ټیلرسن په داسې حال کې دې سیمې ته ځي چې په سوریه کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په سیمه کې ترینګلتیا زیاته کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، ریکس ټیلرسن به د روانې میاشتې له یوولسمې نېټې تر شپاړسمې نېټې اردن، ترکیې، مصر او کویت ته ولاړ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به په کویت کې د داعش د وسله والې ډلې پر ضد د نړیوال ائتلاف په غونډه کې د امریکايي هیئت مشري وکړي او د عراق د بیا رغونې په هغه کنفرانس... Читать дальше...