World News in Pashto

د روسیې یوه بار وړونکې بېړۍ د نړیوالې فضایي اډې پر لور وتوغول شوه

د روسیې یوه بار وړونکې بېړۍ له دوو ورځو ځنډ وروسته د نړیوالې فضایي اډې پر لور وتوغول شوه.


د روسیې فضایي ادارې راسکوزموس وویل، پروګرس ډوله دغه بېړۍ چې ۲،۷ ټنه خوراکي او د سونګ مواد او نور وسایل لېږدوي، نن سې شنبه د قزاقستان د بایکانور د توغولو له ځایه له توغول کېدو څو دقیقې وروسته، د ځمکې مدار ته داخله شوه.


ټاکل شوې چې دغه بېړۍ د پنجشنبې په ورځ له نړیوالې فضایي اډې سره ونښلي.


په دې فضایي اډه کې په اوس وخت کې شپږ فضا نوردان، درې امریکایان، دوه روسان او یو جاپانی اوسي.

Читайте на сайте