World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 13.02.2018

Mashaalradio.com 

عاصمه جهانګیر په لاهور کې خاور ته وسپارل شوه

د پاکستان نومیالۍ قانونپوهه او د بشري حقونو فعاله عاصمه جهانګیر د ۶۶ کلونو په عمر کې د فرورۍ په يوولسمه وفات شوه. نن يې په لاهور کې جنازه وه. دې ويډيو کې يې ليدلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

د هند تر واک لاندې کشمیر کې جګړې تودې شوې، په لاهور کې د پاکستان د بشري حقونو پرې یوې مخکښې خاورې واوښتې او د سیاست له ډګره لرې روباټونو د انسانانو په څیر مسابقه وکړه. دا او یوشمیر نور مهم خبرونه د ازادي راډیو په دې خبرې ټولګه کې لیدلی شئ. دا خبرونه د شپې په ۸ پیشګام تلویزیون هم خپروي:

Mashaalradio.com 

پاکستان د وسله والو خلاف قانون سخت او جندالله ډله ترهګره اعلان کړه

د پاکستان کورنيوو چارو وزارت د ولسمشر ممنون حسېن د نوي فرمان يا آرډيننس له مخې جندالله وسله واله ډله غېرقانوني اعلان کړې ده. د فرورۍ په دېارلسمه دې وزارت په خپل يو نوټيفيکېشن کې ويلي چې د يادې ډلې فعاليت ښيي چې دا ترهګره ډله ده.

Pa.azadiradio.com 

عاصمه جهانګیر په لاهور ښار کې خاورو ته وسپارل شوه

د پاکستان د بشري حقونو مدافع او وکیله عاصمه جهانګیر نن سې شنبه په لاهور ښار کې خاورو ته وسپارل شوه. مېرمن جهانګیر د زړه د سکتې له امله د ۶۶ کلنې په عمر د تېرې یکشنبې په ورځ مړه شوه. د لاهور ښار د قذافي په ستډیوم کې د مېرمن جهانګیر د جنازې په مراسمو کې د هغې د کورنۍ د غړو، ملګرو، وکیلانو، سیاستوالو، روڼ اندو او د بشري حقونو د فعالانو په ګډون، زرګونه کسانو ګډون کړی و. جهانګیر چې په پاکستان کې دننه او په نړیواله سطحه د بشري حقونو یوه مخکښه څېره ګڼل کېده، د ۱۹۸۰ کلونو په موده کې د مبارزې په خاطر زنداني شوې هم وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلخ پولیس په مزارشریف ښار کې د جرایمو زیاتوالی تأيیدوي

په مزارشریف کې خلک د جنايي جرایمو او د وسله والو غلاو له زیاتوالي شکایت لري او امنیتي او کشفي ارګانونه په وظیفوي غلفت تورنوي. د مزارشریف اوسېدونکي شکایت لري چې له څو میاشتو راپدېخوا دې ښار کې امنیتي وضعیت کرکېچن شوی او هره ورځ وسله والې غلاوې، مرموز قتلونه او د نا څرګنده وسله والو له خوا د خلکو تهدید او ځورونه د زیاتېدو په حال کې ده. دوی له امنیتي او کشفي ارګانونو د روان وضعیت د کنټرول غوښتنه کوي او غواړي چې په دې ښار کې د جرایمو د زیاتېدو مخه دې ونیول شي. بل خوا د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د فاټا ولس د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون تود هرکلی وکړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې خپل کور ته رسېدلی دی او یو شمېر خلک یې د هرکلي لپاره کور ته ورځي او د لاریون د برياليتوب په اړه خبرې کوي. په دې اړه د امريکا غږ ډیوه راډیو خبریال عدنان بېټني جوړه کړې ويډيو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

جرمني ته د درملنې لپاره د ۹۹ افغان ماشومانو لیږل

هغه افغان ماشومان چې په افغانستان کې درملنه نه شي کیدای د سره میاشتې په مرسته سبا جرمني ته استول کیږي. اکثره دغه ماشومان استیو مایلایتس یا د هډوکو په ناروغۍ اخته دي. په دې اړه تفصیل د تمیم اخګر په ویډیویي راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

سره میاشت سل افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږي

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وایي، سبا چهارشنبه به نېږدې سل ناروغ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستوي. د دغې ټولنې سرپرست میرویس اکرم په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې ۹۹ هغه ماشومان چې سخت سوځېدلي یا د هډوکو ناروغي لري او په افغانستان کې یې د درملنې امکانات نشته، د جرمني د «دهکده صلح» د ټولنې په مرسته جرمني ته استول کېږي. د اکرم په وینا، له ۳۰ کلونو راهیسې د دغې جرمنۍ مرستندویې ټولنې په مرسته شااوخوا څلور زره افغان ماشومان جرمني ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

Mashaalradio.com 

واخان د افغانستان یو امن ناکه سیمه

که څه هم افغانستان د تیرو څو لسیزو راهیسې جنگونو ځپلی دی خو واخان د هېواد داسې سیمه ده چې خلک یې زیاتره له جنگونو نه خبر نه دي. په دې اړه د امريکا غږ ډیوه راډیو خبریالې کلثوم کاکړ ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ټېلرسن د داعش د له‌منځه وړلو لپاره د ائتلاف له غړو ژمنه وغوښته

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش په وړاندې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف له غړو وغوښتل چې په بشپړه توګه د دغې ډلې د سخت دریځو د له‌منځه وړلو لپاره ژمنه وکړي. ټېلرسن نن سې شنبه په کوېټ کې د دغه ائتلاف غړو ته په غونډه کې وویل چې د سترو پوځي عملیاتو پای ته رسېدل دا معنی نه‌لري چې په بشپړه توګه د اسلامي دولت ډلې د ماتولو لپاره خپل هدف ته رسېدلي یوو. ټېلرسن وویل، داعش په عراق او سوریه کې تر خپل کنټرول لاندې ډېرې سیمې له لاسه ورکړي، خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یوه بار وړونکې بېړۍ د نړیوالې فضایي اډې پر لور وتوغول شوه

د روسیې یوه بار وړونکې بېړۍ له دوو ورځو ځنډ وروسته د نړیوالې فضایي اډې پر لور وتوغول شوه. د روسیې فضایي ادارې راسکوزموس وویل، پروګرس ډوله دغه بېړۍ چې ۲،۷ ټنه خوراکي او د سونګ مواد او نور وسایل لېږدوي، نن سې شنبه د قزاقستان د بایکانور د توغولو له ځایه له توغول کېدو څو دقیقې وروسته، د ځمکې مدار ته داخله شوه. ټاکل شوې چې دغه بېړۍ د پنجشنبې په ورځ له نړیوالې فضایي اډې سره ونښلي. په دې فضایي اډه کې په اوس وخت کې شپږ فضا نوردان، درې امریکایان، دوه روسان او یو جاپانی اوسي.

Pa.azadiradio.com 

په سویډن کې پر خلکو حمله کوونکی محاکمې ته حاضر کړای شو

هغه ازبکستانی چې د سويډن په پلازمېنه ستکهولم کې د تېر کال د خونړۍ حملې اصلي عامل بلل کېږي، نن سې شنبه د ترهګرۍ او د ترهګرۍ د هڅو په تور محاکمې ته حاضر کړای شو. څارنوالانو ۳۹ کلن رحمت عاقلوف ته چې د تېر کال په اپرېل کې یې په ستکهولم کې د یوې لارۍ په ذریعه په حمله کې پنځه تنه وژلي و، د عمري بند سزا غوښتنه کړې ده. پولیسو ویلي چې عاقلوف پر دغې حملې اعتراف کړی او دوی ته‌یې ویلي چې غواړي، هغه د کافرانو خبره چې د حملې په مهال یې کړې وه، بېرته واخلي. نوموړی د ستکهولم په یوه واټ کې د اپرېل د اوومې د... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کندهار کې هوايي برید ۴۳ طالبان وژلي

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه [دوشنبه] يې د کندهار په نېش ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۴۳ وسله وال طالبان وژلي او ۲۰ نور يې ټپیان کړي دي.

Mashaalradio.com 

د مشال خان وکيلانو په هايي کورټ کې اپېل کړی

تېر کال په مردان عبدالولي خان پوهنتون کې دوژل شوي زده کوونکي مشال خان وکيلانو په دغه پېښه کې اورول شوي سزا کمې ګڼلو له وجې په هايي کورټ کې اپېل کړی دی. د فرورۍ په دېارلسمه جمع شوي دې اپېل کې د مشال خان وژونکو ته د سختې سزا غوښتنه شوې.