World News in Pashto

د سمنګان لېرې کړای شوی والي: د ولسمشر پرېکړه نه منم

د سمنګان لېرې کړای شوي والي عبدالکریم خدام وایي، له خپلې دندې لاس نه اخلي او د ولسمشر فیصله نه مني.


ښاغلی خدام چې د ولسمشر د فیصلې له مخې پرون شنبه د دغه ولایت له مقامه لېرې کړای شوی او پرځای یې عبدالطیف ابراهیمي ټاکل شوی، نن یکشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دې برخه کې د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه پرېکړې ته انتظار باسي.


نوموړي وویل:


"دغه فیصله موږ غندو، هغه غیرعادلانه او غیرمنصفانه بولو، دغه فیصله نه منو، زه د جمعیت اسلامي د مشرتابه هدایت او د ترکمن قومونو او د نورو مشرانو فیصلې ته انتظار کوم."


دا د بلخ د لېري کړای شوي والي عطامحمد نور وروسته د جمعيت اسلامي په ګوند پورې تړلی دوهم والي دی چې د جمهوري ریاست پرېکړه نه مني.


د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د شنبې د ورځې د خبرپاڼې له مخې، د سمنګان لپاره د نوي والي پر ټاکل کېدو سربېره د لوګر لپاره انور خان اسحاقزی، د لغمان لپاره اصف ننګ، د کندز لپاره عبدالجبار نعیمي او د میدان وردګو لپاره شاه جهان د نویو والیانو په توګه ټاکل شوي دي. 

Читайте на сайте