World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 18.02.2018

Mashaalradio.com 

مصرۍ ښځې زاړه شیان څنګه نوي کوي؟

په مصر کې د ښځو په یوه کارخانه کې له زړو پړونو او زړوکو څخه رنګا، رنګ نوي شیان جوړېږي. د کارخانې کارکوونکې بېوزله ښځې دي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

ډاکټر سیدوقارعلي شا د پښتنو په تاریخ خبرې کوي

دا اوونۍ په مشال مرکه کې د قاید اعظم پوهنتون د استاد او څیړنکار ډاکټر سید وقار علي شا سره د پښتنو په تاریخ کې په سیاسي او اصلاحي تحریکونو خبرې کوو.  د خپرونې کوربه شاهین بونیری دی.

Pa.azadiradio.com 

۴ مغز ماشومانو ته کتابونه راوړي

يوې افغانې پېغلې د افغان ماشومانو لپاره دغه ګرځنده کتابخانه جوړه کړې ده. دغه کتابخانه په يوه ملي بس کې ده. په دې اړه نور حال د واصل وصال په دغه ویډیويي راپور کې: ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر

Mashaalradio.com 

برمل: وزیرستاني کډوال د مرستو د نه رسېدو شکایت کوي

د پکتیکا په برمل کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، چې د پرله پسې غوښتنو باوجود هم تر اوسه ورته د خوراکي او نورو توکیو مرسته نه ده رسیدلې. دوی زیاتوي، په خوست او نورو سیمو کې وزیرستانیو کډوالو ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری او افغان حکومت لخوا میاشتنۍ مرستې ورکول کیږي، خو په برمل کې میشت

Pa.azadiradio.com 

ظریف: د ایران په اړه د اسرائیل د صدراعطم څرګندونې د ځواب وړ نه دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د ایران په اړه د اسرائیل د صدراعظم سختې انتقادي څرګندونې د دې وړ نه دي چې ځواب ورته وویل شي. جواد ظریف دغه څرګندونې نن یکشنبه د مونشن نړیوال امنیتي کنفرانس ته په وینا کې وروسته له هغې وکړي چې بنیامین نتانیاهو نن یکشنبه سهار دې امنیتي کنفرانس ته په وینا کې، ایران د جرمني له نازیانو سره پرتله کړ او ویې ویل چې د دواړو ترمنځ ډېر ورته والی شته. نتانیاهو دغه راز خبرداری ورکړچې ایران دې د اسرائیل اراده نه ازمایي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر که څه هم د نتانیاهو نوم وانخیست،... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

" کوکنار او بنګ نه کرو خو حکومت دې مرستې وکړي"

د خېبر اېجنسۍ د کروندګرو ټولنې له حکومته غوښتې چې د دوی د کوکنارو د فصلونو له ختمولو وړاندې دې دوی ته د متبادلو فصلونو د کرکېلې لپاره کومک وکړي. خو عصمت الله وزير وايي حکومت د بنګو او کوکنارو فصلونه په هېڅ حال کې نه شي زغملی نو خلکو له پکار دي چې د دغو فصلونو له کرلو څخه دې ډډه وکړی.

Mashaalradio.com 

ځیرکه زانگو

دغه ځیرکه زانگو چې د خوست په ښار کې جوړیږي په بریښنایي وسایلو سمباله ده او له لېرې څخه کنترولیدای شي. ويډيو: ابراهيم رحيمي - امريکاغږ

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د کورنیو تولیداتو یو ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

په کونړ کې د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا یو ورځنی نندارتون پای ته ورسېد. په دغه نندارتون کې کورني تولیدات، روزل شوي بوټي، نیالګې او لاسي صنایع نندارې ته ایښودل شوي وو. د نندارتون د پرانېستې پرمهال د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل، ولایت يې په ډېرو برخو کې پرمختګونه کړي او نننی نندارتون يې ښه نمونه ده. نوموړي وویل چې د پردیو تولیداتو پر ځای دې له خپلو کورنیو تولیداتو استفاده وشي، ترڅو مو هېواد په خپلو پښو ودرېږي. نندارتون ته نجارانو په خپلو لاسونو د کونړ له لرګیو جوړ کړي شیان لکه څوکۍ، د... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په سوات کې د امنیتي پوستو خلاف مظاهره شوې

د سوات په خوازه خېله کې یو شمېر فعالانو پر امنیتي پوستو د ځورونو پر ضد مظاهره کړې. دوی د یکشنبې پر ورځ په مظاهره کې له حکومته غوښتنه وکړه چې نه یوازې دې امنیتي پوستې کمې کړي بلکې خلک دې هم نه ځوروي. د سوات پولیسو مشر واحد محمود مشال راډیو ته وویل، دوی وار له مخه پوستې له ۹۷ څخه ۱۷ ته کمې کړې دي او دی د ځورونې تور ردوي. دا ویډیو د مظاهرې یوه ګډونوال جواد را استولې ده.

Pa.azadiradio.com 

د اسرئیلو صدراعظم: ایران نړۍ ته ستر ګواښ دی

د اسرائیل صدراعظم د مونشن امنیتي کنفرانس ته وویل چې ایران نړۍ ته ستر ګواښ متوجه کړی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د تهران د رژیم په وړاندې چې سوله ګواښي، ودرېږي. بنیامین نتانیاهو چې د لومړي ځل لپاره یې د مونشن په کلني نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دغه راز وویل چې د ایران او د نازي جرمني ترمنځ ډېر ورته والی شته او زیاته یې کړه چې د ایران مشرتابه د اسرائیل له منځه وړل غواړي. ټاکل شوې د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن وروسته دغه کنفرانس ته وینا وکړي.

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: غزه کې د اسرائیل د پوځ په بریدونو کې ۲ فلسطینیان وژل شوي

د راپورنو له مخې، د غزې پر تړانګه د اسرائیل د پوځ په بریدونو کې دوه فلسطینیان وژل شوي دي. له دې یوه ورځ مخکې په پوله په یوې چاودنه کې څلور اسرائیلي سرتېري ټپیان شوي وو. په غزه کې روغتیایي چارواکو نن یکشنبه وویل چې د دوو ۱۷ کلونو فلسطینیانو چې د رافا په ختیځ کې د اسرائیل د ټانک د ډزو په نتیجه کې وژل شوي وو، مړي یې وروړل شوي دي. د اسرائیل پوځ وویل، ځواکونو یې د هغو فلسطینیانو په وړاندې چې په مشکوک ډول د پولې امنیتي موانعو ته را وړاندې کېدل، د خبرداري ډزې وکړې. اسرائیل دغه راز د خپلو سرتېرو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سوات: سلګونو کسانو د امنیتي پوستو پرضد مظاهره وکړه

په سوات کې په سلګونو کسانو د يوې مظاهرې پرمهال غوښتنه کړې چې پر امنيتي پوستو دې نه ځورول کېږي. د یکشنبې په سهار  سلګونه کسان چې پکې د مختلفو سياسي ګوندونو مشران، غړي او مدني فعالان شامل وو په خوازخيله کې راغونډ شول او د خپلو غوښتنو په حق کې شعارونه ورکړل.

Pa.azadiradio.com 

د سمنګان لېرې کړای شوی والي: د ولسمشر پرېکړه نه منم

د سمنګان لېرې کړای شوي والي عبدالکریم خدام وایي، له خپلې دندې لاس نه اخلي او د ولسمشر فیصله نه مني. ښاغلی خدام چې د ولسمشر د فیصلې له مخې پرون شنبه د دغه ولایت له مقامه لېرې کړای شوی او پرځای یې عبدالطیف ابراهیمي ټاکل شوی، نن یکشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دې برخه کې د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه پرېکړې ته انتظار باسي. نوموړي وویل: "دغه فیصله موږ غندو، هغه غیرعادلانه او غیرمنصفانه بولو، دغه فیصله نه منو، زه د جمعیت اسلامي د مشرتابه هدایت او د ترکمن قومونو او د نورو مشرانو فیصلې ته... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ایران او هند د افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه

د دواړو هېوادونو  چارواکو د خالي په ورځ ویلي، دوی به له افغان حکومت سره د ترهګرۍ او توندروۍ په ختمولو، د نشيي موادو د سمګلنګ په ودرولو او د دغه هېواد د امنیت د پرځای کولو په هڅو کې مرسته کوي.

Pa.azadiradio.com 

برمک: د نوي امنیتي پلان سره به پولیس رو رو د جګړې له کرښې لېرې شي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د نوي څلور کلن امنیتي پلان په پلي کېدو سره به پولیس ورو ورو د جګړې له لومړۍ کرښې لېرې او بېرته خپلې اصلي دندې ته چې د خلکو ساتنه او د قانون حاکمیت دی، ستانه شي. ویس احمد برمک دغه څرګندونې نن یکشنبه په کابل کې د یوشمېر بهرنیو هېوادونو سفیرانو ته د امنیتي پلان د معرفي کولو په غونډه کې وکړې. نوموړي وویل: "ورو ورو وکولای شو چې پولیس د ملېشو یا نیمه نظامي له بڼې اوباسو او بېرته یې رښتیني پولیسو ته چې دنده یې د ښارونو ساتنه، د خلکو ساتنه، د جرمونو مخنیوی او په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پنجاب پوهنتون پښتانه زده کونکي: انتظامیه راسره امتیازي سلوک کوي

د پنجاب پوهنتون وياند خرم شهزاد د يکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د جنورۍ پر ۲۲ مه د اسلامي جميعت طلبه او پښتنو او بلوڅانو سازمان ترمنځ تر جګړه شوې وه چې په اړه يې پوهنتون پلټنې پیل کړې. دده په وينا، په جګړه کې ښکېلو ۳۴ زدکوونکيو ته نوټسونه ورکړل شوي وو چې پرضد يې د نظم و نسق کمېټۍ د شنبې په ورځ