World News in Pashto

برمک: د نوي امنیتي پلان سره به پولیس رو رو د جګړې له کرښې لېرې شي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د نوي څلور کلن امنیتي پلان په پلي کېدو سره به پولیس ورو ورو د جګړې له لومړۍ کرښې لېرې او بېرته خپلې اصلي دندې ته چې د خلکو ساتنه او د قانون حاکمیت دی، ستانه شي.


ویس احمد برمک دغه څرګندونې نن یکشنبه په کابل کې د یوشمېر بهرنیو هېوادونو سفیرانو ته د امنیتي پلان د معرفي کولو په غونډه کې وکړې.


نوموړي وویل:


"ورو ورو وکولای شو چې پولیس د ملېشو یا نیمه نظامي له بڼې اوباسو او بېرته یې رښتیني پولیسو ته چې دنده یې د ښارونو ساتنه، د خلکو ساتنه، د جرمونو مخنیوی او په دې هېواد کې د قانون د حاکمیت ملاتړ دی، ستانه کړو."


د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې په دې غونډه کې یې حضور درلود، وویل چې د ملي وحدت حکومت د اصلاحاتو لړۍ ته ژمن دی او روان سیاسي او نور ملاحظات به پرې هېڅ تاثیر ونه کړي.

Читайте на сайте