سوات: سلګونو کسانو د امنیتي پوستو پرضد مظاهره وکړه
په سوات کې په سلګونو کسانو د يوې مظاهرې پرمهال غوښتنه کړې چې پر امنيتي پوستو دې نه ځورول کېږي. د یکشنبې په سهار سلګونه کسان چې پکې د مختلفو سياسي ګوندونو مشران، غړي او مدني فعالان شامل وو په خوازخيله کې راغونډ شول او د خپلو غوښتنو په حق کې شعارونه ورکړل.