World News in Pashto

خوګياڼی: ننګرهار کې د هیروئینو د تولید ۳ فابریکې ویجاړې شوي

له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ننګرهار ولایت کې د هیروئینو د تولید درې فابریکې ویجاړې کړي دي.


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له نشه‎يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د چهارشنبې په شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ د نکرخېلو په سیمه کې د وسله‎والو طالبانو د هیروئینو د تولید پر فابریکو عملیات وکړل چې په نتيجه کې یې د هیروئینو د تولید درې فابریکې ويجاړې شوي.


د عملیاتو پر مهال لسګونه کیلوګرامه تاریاک او هیروئین تر لاسه شوي او په دې تور درې تنه هم نیول شوي دي.

Читайте на сайте